27 کۀ ستا ښځه وى نو هغې له د طلاق ورکولو کوشش مۀ کوه او کۀ ستا ښځه نۀ وى نو د وادۀ کولو کوشش مۀ کوه.
تاسو هر يو چې په کوم حالت کښې رابللے شوى يئ هم په هغې کښې پاتې شئ.
زما په خيال چې په دې سخت حالت کښې تاسو دپاره دا بهتره ده چې څنګه يئ هم هغه شان پاتې شئ.
خو کۀ تۀ وادۀ وکړې نو تا ګناه نۀ ده کړې، او کۀ يوه پېغله وادۀ شى نو هغې څۀ ګناه ونۀ کړه، خو کۀ څوک وادۀ وکړى نو په ژوند کښې به پرې تکليفونه راشى او زۀ تاسو د دې نه بچ کول غواړم.