Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 7:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 زما په خيال چې په دې سخت حالت کښې تاسو دپاره دا بهتره ده چې څنګه يئ هم هغه شان پاتې شئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 7:26
11 Iomraidhean Croise  

افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه ورځو کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى.


افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه وخت کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى. ځکه چې په زمکه به ډېر لوئ مصيبت شروع وى او په دې خلقو به لوئ غضب نازل وى.


اوس د هغه مسئلو په حقله کومې چې تاسو ليکلى دى چې د سړى دپاره دا بهتره ده چې د ښځې سره کوروالے ونۀ کړى.


کۀ ستا ښځه وى نو هغې له د طلاق ورکولو کوشش مۀ کوه او کۀ ستا ښځه نۀ وى نو د وادۀ کولو کوشش مۀ کوه.


خو کۀ تۀ وادۀ وکړې نو تا ګناه نۀ ده کړې، او کۀ يوه پېغله وادۀ شى نو هغې څۀ ګناه ونۀ کړه، خو کۀ څوک وادۀ وکړى نو په ژوند کښې به پرې تکليفونه راشى او زۀ تاسو د دې نه بچ کول غواړم.


نو زۀ ناوادۀ کړو او کونډو ته دا وايم چې د هغوئ دپاره دا بهتره ده چې زما په شان ناوادۀ کړى پاتې شى.


چې تاسو زر پرېشانه نۀ شئ او نۀ دې ستاسو وار خطا شى کۀ څوک درته د رويا نه يا د کلام نه او يا زمونږ نه د خط په وسيله ووائى چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ خو راغلې ده، نو تاسو په داسې خبرو باور مۀ کوئ.


ځکه چې د عدالت وخت راغلے دے چې د خُدائ پاک د کوره به شروع شى، او کۀ دا زمونږ نه شروع شى نو د هغوئ به څۀ حال وى څوک چې د خُدائ پاک زيرے نۀ منى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan