25 خو د پېغلو په باب کښې ما سره د مالِک څۀ حکم نشته، خو زۀ څوک چې مالِک د خپل رحم په وسيله د اعتماد قابل کړے يم تاسو ته خپله رائے درکوم.
په اور يې د هغوئ ځوانان تباه کړل، او پېغلو يې سندرې د وادۀ وانۀ ورېدلې.
خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بېفائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.
اوس ساتونکو ته په کار دى چې هغوئ اعتبارى وى.
خو چې د چا وادۀ شوے وى هغوئ ته، زۀ نه، بلکې مالِک حکم ورکوى، چې ښځه دې د خپل خاوند نه نۀ جدا کيږى.
دې نورو ته هم زۀ دا وايم، نه چې مالِک، کۀ د يو ايماندار ښځه ايمانداره نۀ وى او هغه د هغۀ سره په اوسېدو راضى وى نو هغه دې خپلې ښځې له طلاق نۀ ورکوى.
خو کۀ تۀ وادۀ وکړې نو تا ګناه نۀ ده کړې، او کۀ يوه پېغله وادۀ شى نو هغې څۀ ګناه ونۀ کړه، خو کۀ څوک وادۀ وکړى نو په ژوند کښې به پرې تکليفونه راشى او زۀ تاسو د دې نه بچ کول غواړم.
او هغه دوه زړيه شى. خو ناوادۀ شوې ښځه او پېغله د مالِک په فکر کښې اوسيږى چې د هغوئ بدن او روح دواړه پاک شى، خو وادۀ شوې ښځه د دُنياوى څيزونو په حقله فکر کوى چې څنګه به خپل خاوند راضى کړى.
خو زما په خيال به هغه بختوره وى چې په خپل حالت کښې پاتې شى څنګه چې ده، او زما په خيال چې د خُدائ پاک د روح په مطابق تاسو ته زۀ دا نصيحت کوم.
زۀ تاسو ته د دې اجازت درکوم خو حُکم نه.
زۀ چې د دې فخر او جرأت په حقله څۀ وايم هغه د مالِک په اختيار نه بلکې د بېوقوف په شان وايم.
ځکه چې مونږ د ډېرو خلقو په شان د خُدائ پاک کلام خرڅوونکى نۀ يُو بلکې مونږ د زړۀ د اخلاصه د مسيح په اختيار د خُدائ پاک کلام اورو. او په دې پوهه يُو چې د بره نه خُدائ پاک په مونږ نظر ساتى.