24 اے وروڼو او خوېندو، په کوم حالت کښې چې تاسو رابللے شوى وئ، هم په هغې کښې د خُدائ پاک سره قائم پاتې شئ.
ابرام چې کله د يو کم سلو کالو وو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او وې فرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. زما تابعدارى کوه او همېشه بېعېبه اوسه.
بيا هغه لاړ شى او نور اووۀ پيريان د ځان سره راولى چې د دۀ نه هم زيات خراب وى او هغوئ ټول راشى او په پيرى نيولى کس دېره شى، او د هغۀ اَنجام د پخوا نه هم لا خراب شى. نو دغه حال به هم د دې نافرمانه پيړۍ وى.“
نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ.
خو بيا هم هر يو کس ته په کار دى چې هغه شان ژوند تير کړى کوم چې مالِک ورته مقرر کړے دے او کوم ته چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ. په ټولو جماعتونو کښې زما دا دستور دے.
تاسو هر يو چې په کوم حالت کښې رابللے شوى يئ هم په هغې کښې پاتې شئ.
خو خلقو ساؤل ته ووئيل، ”يونتن به وژلے شى څۀ، چا چې د بنى اِسرائيلو دپاره لويه فتح موندلې ده؟ نه، مونږ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورو چې هغه به د هغۀ يو وېښتۀ هم په زمکه باندې ونۀ غورزوى. هغۀ چې نن څۀ کړى دى هغه يې د خُدائ پاک په مدد سره کړى دى.“ نو خلقو يونتن د مرګ نه بچ کړو.