21 آيا تۀ غلام وې کله چې راوبللے شوې؟ نو په دې مۀ پرېشانه کېږه، خو کۀ تا ته د آزادېدو موقع مِلاو شى نو هغه اختيار کړه.
نو ځکه تاسو د خوراک څښاک پسې منډې مۀ وهئ، تاسو د دې څيزونو اندېښنه مۀ کوئ.
خيال ساتئ او پام کوئ. خپل زړونه په بد مستۍ، نشو او په دُنياوى غمونو مۀ آخته کوئ، ځکه چې هغه ورځ ناګهانه تاسو لکه د لټ راګېر نۀ کړى.
دغه شان کۀ مونږ يهوديان يُو او کۀ غېريهوديان، کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد، مونږ ټولو په يو روح کښې بپتسمه اخستې ده او خُدائ پاک زمونږ د ټولو په زړونو کښې يو روح اچولے دے.
تاسو هر يو چې په کوم حالت کښې رابللے شوى يئ هم په هغې کښې پاتې شئ.
ځکه کۀ تاسو د غلامۍ په حالت کښې مالِک ته رابللے شوى يئ، نو په مالِک کښې آزاد کړے شوى يئ. دغه شان څوک چې آزاد رابللے شوے دے، هغه اوس د مسيح غلام دے.
په تاسو کښې نور نۀ څوک اوس يهودى او نۀ يونانى، نۀ څوک غلام او نۀ آزاد، نۀ څوک نارينه او نۀ زنانه شته، ځکه چې تاسو ټول اوس په عيسىٰ مسيح کښې يو شان يئ.
زۀ دا په دې وجه نۀ وايم چې زۀ محتاج يم، بلکې ما دا زده کړل چې څۀ چې ما سره دى په هغې راضى يم.
د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ،
په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے.
د پېسو د مينې نه خپل ځان وساتئ او څۀ چې درسره دى په هغې صبر کوئ، ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“
او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى.