2 خو د حرام کارۍ نه د بچ کېدو د خاطره دا به ښۀ وى چې د هر سړى خپله ښځه وى او د هرې ښځې خپل خاوند وى.
چا ته چې ښۀ ښځه مِلاو شوه دا د هغۀ دپاره خزانه ده، او هغه ورته د مالِک خُدائ د خوا نه برکت دے.
انسان ته په وراثت کښې کورونه او دولت د پلار نيکۀ نه ملاويږى، خو هوښياره ښځه صرف هغۀ ته د مالِک خُدائ د طرفه ملاويږى.
تاسو تپوس کوئ چې، ”ولې؟“ دا ځکه چې مالِک خُدائ ستا او ستا د ځوانۍ د ښځې په مينځ کښې ګواه دے، ځکه چې تا د هغې سره ټګى وکړه، اګر کۀ هغه ستا په ژوند کښې شريکه ده، او تا هغې سره نِکاح کړې ده.
خو زۀ درته دا وايم چې کوم سړے چې د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغې باندې زنا کوى، او هر څوک چې طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى هغه زنا کوى.
د حرام کارۍ نه تښتئ. د انسان نه چې کومه ګناه کيږى هغه د بدن نه بهر وى د زنا نه بغېر، ځکه چې حرام کار خپل بدن هم تباه کوى.
اوس د هغه مسئلو په حقله کومې چې تاسو ليکلى دى چې د سړى دپاره دا بهتره ده چې د ښځې سره کوروالے ونۀ کړى.
خاوند دې د خپلې ښځې د کوروالى خيال ساتى او هم دغه شان دې ښځه د خپل خاوند خيال ساتى.
خو کۀ هغوئ خپل ځانونه نۀ شى قابو کولے نو وادۀ دې وکړى ځکه چې وادۀ کول په شهوت کښې د سوزېدو نه ښۀ دى.
هم دغه شان خاوندانو له په کار دى چې د خپلو ښځو سره داسې مينه وکړى لکه څنګه مينه چې د خپل بدن سره کوى. هر څوک چې د خپلې ښځې سره مينه کوى په حقيقت کښې هغه د خپل ځان سره مينه کوى.
بهرحال تاسو هر يو دې هم د خپلې ښځې سره د خپل ځان په شان مينه کوى، او ښځه دې هم د خپل خاوند عزت کوى.
او تاسو هر يو دا خبره زده کړئ چې څنګه خپل ځان په پاکوالى او عزت سره قابو وساتئ،
هغوئ به خلق د وادۀ کولو نه منع کوى، او هغوئ به خلق د ځينې هغه خوراکونو نه منع کوى چې خُدائ پاک د دې دپاره پېدا کړى دى چې ايمان راوړونکى او حق پېژندونکى دې په شُکر ګزارۍ سره خورى.
کۀ د هغوئ پلاران يا وروڼه مونږ له راشى او اِعتراض وکړى، نو مونږ به ورته ووايو چې د هغوئ سره ښېګړه وکړئ او هغوئ دې ستاسو لوڼه د ځان دپاره وساتى، ځکه چې مونږ ته په جنګ کښې د ټولو سړو دپاره ښځې نۀ دى مِلاو شوې. او چې تاسو خپلې لوڼه هغوئ له نۀ دى ورکړې نو په دې وجه تاسو ګناهګار نۀ يئ.“