19 ځکه چې په سنت او ناسنته کښې څۀ مطلب نشته بلکې د خُدائ پاک په حکمونو عمل کول ضرورى دى.
نو کۀ څوک ورنه د شريعت يوه ذره شان هم مات کړى او نورو خلقو ته د داسې کولو تعليم ورکړى نو د آسمان په بادشاهۍ کښې به د دوئ ځائ د ټولو نه لاندې وى. خو هغه څوک چې په شريعت عمل وکړى او نورو ته يې تعليم هم ورکوى، هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې لوئى بيامومى.
تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.
ځکه چې خُدائ پاک يو دے او هغه به سنت شوى د ايمان په وسيله او ناسنته هم د ايمان په وسيله صادق کړى.
خوراک مونږ د خُدائ پاک سره نزدې کولے نۀ شى. کۀ وې يې نۀ خورو نو مونږ ته يې څۀ نقصان نشته او کۀ وې يې خورو نو څۀ فائده هم نشته.
په تاسو کښې نور نۀ څوک اوس يهودى او نۀ يونانى، نۀ څوک غلام او نۀ آزاد، نۀ څوک نارينه او نۀ زنانه شته، ځکه چې تاسو ټول اوس په عيسىٰ مسيح کښې يو شان يئ.
ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.
ځکه چې د سنتېدو او ناسنتېدو څۀ اهميت نشته، بلکې اهم کار نوے خلقت دے.
په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے.
بختور دى هغه خلق چې خپلې چُوغې يې صفا وينځلى دى، نو هم هغوئ به د ژوندون د ونې حق ومومى او ښار ته به په دروازو ورننوځى.
سموئيل ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ په سوزېدونکو نذرانو او قربانو باندې زيات خوشحاليږى او يا کۀ د هغۀ په خبره منلو باندې خوشحاليږى؟ بېشکه، تابعدارى د قربانۍ نه بهتره ده او د هغۀ په خبره عمل کول د ګډانو د وازګې د نذرانې نه بهتر دى.