14 ځکه چې کوم خاوند ايماندار نۀ وى، نو هغه د ښځې په وجه پاک شى او کومه ښځه چې ايمانداره نۀ وى، نو هغه د ايماندار خاوند په وجه پاکه شى، ګنې ستاسو بچى به ناپاک وُو خو اوس پاک دى.
اے يروشلمه، پاڅه، ويښ شه. خپلې د طاقت جامې واغونده. اے مقدسې ښاريې، د شان او شوکت والا جامې واغونده. ناسنته او ناپاک خلق به هيڅکله ستا په دروازو بيا درننه نۀ وځى.
نو پطروس هغوئ د مېلمستيا دپاره دننه راوبلل. په بله ورځ هغه د هغوئ سره روان شو او ورسره د يافا يو څو ملګرى هم لاړل.
کۀ چرې دا د اوړو اولنۍ پيړه پاکه وه نو بيا نور ټول اوړۀ به هم پاک وى او کۀ د ونې جرړې پاکې وى نو بيا څانګې به هم پاکې وى.
او کۀ د کومې ښځې خاوند چې ايماندار نۀ وى او هغه د هغې سره په اوسېدو راضى وى نو هغه دې د خپل خاوند نه طلاق نۀ اخلى
ځکه چې دا د خُدائ پاک په کلام او د دُعا په وسيله پاک شوى دى.
د پاکو خلقو دپاره ټول څيزونه پاک دى، خو د بدکارانو او بېايمانه خلقو دپاره هيڅ هم پاک نۀ دى بلکې د هغوئ عقل او ضمير دواړه پليت دى.