12 دې نورو ته هم زۀ دا وايم، نه چې مالِک، کۀ د يو ايماندار ښځه ايمانداره نۀ وى او هغه د هغۀ سره په اوسېدو راضى وى نو هغه دې خپلې ښځې له طلاق نۀ ورکوى.
خو کۀ هغه جدا شى نو هغه دې بل خاوند ونۀ کړى يا دې د خپل خاوند سره دوباره پخلا شى، او خاوند دې هم د خپلې ښځې نه، نۀ تښتى.
او کۀ د کومې ښځې خاوند چې ايماندار نۀ وى او هغه د هغې سره په اوسېدو راضى وى نو هغه دې د خپل خاوند نه طلاق نۀ اخلى
خو د پېغلو په باب کښې ما سره د مالِک څۀ حکم نشته، خو زۀ څوک چې مالِک د خپل رحم په وسيله د اعتماد قابل کړے يم تاسو ته خپله رائے درکوم.
کۀ ستا ښځه وى نو هغې له د طلاق ورکولو کوشش مۀ کوه او کۀ ستا ښځه نۀ وى نو د وادۀ کولو کوشش مۀ کوه.
زۀ تاسو ته د دې اجازت درکوم خو حُکم نه.
زۀ چې د دې فخر او جرأت په حقله څۀ وايم هغه د مالِک په اختيار نه بلکې د بېوقوف په شان وايم.