1 اوس د هغه مسئلو په حقله کومې چې تاسو ليکلى دى چې د سړى دپاره دا بهتره ده چې د ښځې سره کوروالے ونۀ کړى.
خُدائ پاک په خوب کښې جواب ورکړو، ”آو، ما ته پته ده چې تا دا په صفا نېت کړى دى، هغې ته ګوتې وروړلو ته مې ځکه پرې نۀ ښودلې چې زما خِلاف ګناه ونۀ کړې.
نو دا کس هم د هغه چا په شان دے څوک چې د بل چا د ښځې سره څملى، څوک هم چې د هغې سره زنا کوى نو د سزا نه به خلاص نۀ شى.
خو د حرام کارۍ نه د بچ کېدو د خاطره دا به ښۀ وى چې د هر سړى خپله ښځه وى او د هرې ښځې خپل خاوند وى.
نو زۀ ناوادۀ کړو او کونډو ته دا وايم چې د هغوئ دپاره دا بهتره ده چې زما په شان ناوادۀ کړى پاتې شى.
سړو ته ګوره چې چرته هغوئ لو کوى نو په هغوئ پسې شاته ښځو سره کار کوه. ما خپلو سړو ته وئيلى دى چې هغوئ تا نۀ تنګوى. هر کله چې تۀ تږې شې، نو د هغې منګو نه اوبۀ څښه چې دوئ ډک کړى دى.“