5 تاسو ته زۀ دا د شرمولو دپاره وايم چې ولې په تاسو کښې څوک هم دومره هوښيار نشته چې هغه د دوو ايماندارانو په مينځ کښې فېصله وکړى؟
د هوښيار حِکمت دا دے چې خپلو لارو ته سوچ وکړى، خو د کم عقل کم عقلتوب هغه بېلارې کوى.
په دغو ورځو کښې پطروس د ايماندارانو په مينځ کښې ودرېدو چې دا ټوله ډله تقريباً په شمېر کښې شپږ شلې وه،
خو حنانياس جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ د دې سړى او د هغۀ د ټولو ظلمونو نه خبر يم هغۀ چې کوم ستا د مقدسينو سره په يروشلم کښې کړى دى.
ولې فطرت تاسو ته دا نۀ ښائى چې کۀ د سړى اوږدۀ وېښتۀ وى نو دا د هغۀ بېعزتى ده؟
په پوره هوش او فکر کښې راشئ او نوره ګناه مۀ کوئ. ځکه زۀ دا ستاسو د شرمېدلو دپاره وايم چې په تاسو کښې څۀ خلقو ته د خُدائ پاک په حقله عِلم نشته.
په تاسو کښې دې څوک هم خپل ځان نۀ دوکه کوى. کۀ ستاسو خيال وى چې تاسو د دې دُنيا په معيار هوښيار يئ، نو تاسو خپل ځان ناپوهه وګڼئ نو بيا به تاسو هوښيار شئ.
مونږ د مسيح په خاطر بېوقوفان يُو، خو تاسو په مسيح کښې هوښيار يئ. مونږ کمزورى يُو خو تاسو زورَور يئ. تاسو عزتمند يئ او مونږ سپک يُو.
زۀ دا خبرې ستاسو د شرمولو دپاره نۀ ليکم بلکې تاسو ته د خپلو خوږو بچو په شان نصيحت کوم.
ولې تاسو دا جرأت کوئ چې کله ستاسو د خپل ايماندار ورور سره مقدمه وى نو تاسو د فېصلې دپاره دا د بېدينه خلقو عدالت ته پېش کوئ او مقدسينو ته يې نۀ پېش کوئ؟
نو کۀ ستاسو په مينځ کښې عامې مقدمې وى نو ولې تاسو هغه خلق منصفان مقرروئ چې په جماعت کښې د هغوئ څۀ حيثيت نۀ وى؟
خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.