Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 6:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 ولې تاسو ته پته نشته چې ستاسو بدن د روحُ القُدس کور دے؟ څوک چې په تاسو کښې اوسيږى او هغه د خُدائ پاک د طرف نه تاسو ته درکړے شوے دے. نو اوس تاسو د خپل ځان مالِک نۀ يئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 6:19
17 Iomraidhean Croise  

اخى‌اب ورته ووئيل، ”بِن‌حدد ته ووايئ چې، بادشاه سلامت، زۀ تيار يم، زۀ او زما هر څۀ ستا شول.“


خو بيا هم په حقيقت کښې زۀ او زما خلق تا له هيڅ هم نۀ شُو درکولے، ځکه چې هر يو څيز ستا د طرف نه نعمت دے او مونږ صِرف تا له هغه څۀ واپس درکړى دى چې څۀ ستا وُو.


ځان پوهه کړئ چې هم مالِک خُدائ خُدائ پاک دے، او هم هغۀ مونږ پېدا کړى يُو او مونږ د هغۀ يُو، مونږ د هغۀ خلق او د هغۀ د څرند د ځائ ګډې يُو.


دوئ وائى چې، ”مونږ به په خپله ژبه هر څۀ حاصل کړُو، څوک مو د وينا نه ايسارولے شى چې مونږ خپلې شونډې استعمال کړُو؟“


خو د خُدائ د کوم کور ذکر چې عيسىٰ کولو هغه د دۀ خپل بدن وو.


خو تاسو د ګناه فطرت پسې نۀ يئ روان بلکې روح پسې روان يئ، ځکه چې د خُدائ پاک روح په تاسو کښې اوسى. او په چا کښې چې د مسيح روح نۀ وى نو هغه د مسيح نۀ دے.


ولې تاسو خبر نۀ يئ چې تاسو د خُدائ پاک کور يئ او د خُدائ پاک روح په تاسو کښې اوسيږى؟


ستاسو په خيال چې خوراک د خېټې دپاره دے او خېټه د خوراک دپاره ده خو زۀ وايم چې خُدائ پاک به هغه دواړه ختم کړى. بدن د حرامکارۍ دپاره نۀ دے جوړ شوے بلکې د مالِک د خِدمت دپاره جوړ شوے دے او مالِک د بدن ساتونکے دے.


ولې تاسو ته پته نشته چې مونږ به د فرښتو عدالت کوُو؟ نو بيا به تاسو عامې مقدمې نۀ شئ فېصله کولے څۀ؟


او هغه د ټولو دپاره مړ شو نو چې څوک ژوندى دى هغه دې د ځان دپاره نۀ وى ژوندى بلکې د هغۀ د خاطره دې ژوندى وى څوک چې د هغوئ دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو.


نو د خُدائ پاک د کور او د بُتانو په خپلو کښې د جوړښت امکان نشته، نو مونږ په خپله د ژوندى خُدائ پاک کور يُو لکه څنګه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به په خپله په هغوئ کښې اوسم او په هغوئ کښې به ګرځم، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.“


نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بې‌شرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.


يا تاسو دا ګڼئ چې مقدس کِتاب بې‌فائدې وائى چې، ”خُدائ پاک چې کوم روح زمونږ په زړُونو کښې اچولے دے، هغه د حسد خواهش ساتى څۀ؟“


تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan