Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 5:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 ستاسو فخر کول ښۀ خبره نۀ ده. ولې تاسو خبر نۀ يئ چې لږه شان خمبيره په قلپۍ کښې ټول اخښلے شوى اوړۀ خمبيره کوى؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 5:6
12 Iomraidhean Croise  

هغوئ ټول زناکاران دى. هغوئ لکه د سور کړے شوى تنور په شان دى چې دومره ګرم وى چې د نانبائى د لاس وروړو ضرورت ورته نۀ وى. کۀ هغه اوړۀ واغږى او هغه خمبيره شى نو بيا هم تنور دومره ګرم وى چې روټۍ به پرې پخې شى.


عيسىٰ ورته دا مِثال هم ورکړو چې، ”د آسمان بادشاهى د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شوې.“


دا د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شول.“


نو بيا تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې تاسو کوم مالِک ته ځان وقف کړئ او د هغۀ فرمانبردار شئ نو بيا تاسو د هغۀ غلامان شوئ؟ او تاسو به په دوئ کښې د يو غلامان يئ، يا د ګناه چې اَنجام يې مرګ دے، يا د خُدائ پاک فرمانبردارى چې اَنجام يې صداقت دے.


دوکه کېږئ مه، ځکه چې د بدو ملګرتيا د انسان ښۀ عادتونه خرابوى.


نو بيا تاسو په يو انسان هم فخر مۀ کوئ، ځکه چې ټول هر څۀ ستاسو دى،


او تاسو پرې فخر کوئ. ولې تاسو ته په کار نۀ دى چې پرې وشرمېږئ؟ او چا چې دا کار کړے دے هغه د خپل مينځ نه وشړئ.


نو دا ياد ساتئ چې لږه خمبيره ټول اخښلى اوړۀ خمبيره کوى.


د هغوئ خبرې لکه د ناسور په شان خوريږى، او هميناوس او فيلتوس په هغوئ کښې دى


خو تاسو په خپلو ډوزو فخر کوئ خو دا قِسم فخر کول بد دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan