12 ځکه چې زما څۀ کار دے چې د هغوئ عدالت وکړم چې د جماعت نه بهر دى؟ خو تاسو د هغوئ عدالت کوئ څوک چې په جماعت کښې شامل دى.
هغۀ جواب ورکړو چې، ”تاسو ته د خُدائ پاک د بادشاهۍ راز درکړے شوے دے خو هغه څوک چې بهر دى، هغوئ ته هره خبره په مِثالونو کښې کيږى.
هغۀ جواب ورکړو چې، ”وروره، زۀ چا ستاسو منصف او ثالث مقرر کړے يم؟“
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما بادشاهى د دې دُنيا بادشاهى نۀ ده. کۀ چرې زما بادشاهى د دې دُنيا وے، نو زما خادِمانو به د يهوديانو نه زما د بچ کولو دپاره د هغوئ سره جنګ کړے وے. خو زما بادشاهى د دې دُنيا نۀ ده.“
د بېايمانانو سره د هوښيارتيا سلوک کوئ او د هرې موقعې نه فائده اخلئ.
نو چې تاسو د غېر ايماندارانو سره په ښۀ طريقه سلوک کوئ او د چا هم محتاج نۀ يئ.
او د دې نه علاوه په کار دى چې هغه د جماعت نه بهر په خلقو کښې نېکنامه وى، او بدنامه نۀ وى نو چې د اِبليس په جال کښې راګېر نۀ شى.