10 زما مطلب خو دا نۀ دے چې تاسو بلکل په خپل ژوند کښې د بېايمانه، حرام کارو، لالچيانو، ظالمانو يا بُت پرستانو سره تعلق پرېږدئ، نو په داسې کولو خو به بيا تاسو دا دُنيا پرېښودلى وى.
فريسى ودرېدو او داسې دُعا يې شروع کړه، اے خُدايه پاکه، ستا شُکر دے چې زۀ د نورو خلقو په شان نۀ خو دوکه مار، نۀ بېايمانه، نۀ زناکار او نۀ لکه د هغه محصولچى په شان يم.
کۀ چرې تاسو د دُنيا وے نو دُنيا به تاسو سره د خپلو په شان مينه کړې وه، خو تاسو د دُنيا نۀ يئ. خو ما تاسو د دُنيا نه جدا کړئ نو دغه وجه ده چې دُنيا تاسو نه نفرت کوى.
ما ستا نوم هغوئ ته څرګند کړو کوم خلق چې په دُنيا کښې تاسو ما ته راکړى دى. هغوئ ستا وُو او تا ما له راکړل او هغوئ ستا په کلام عمل کړے دے.
زۀ د دُنيا دپاره دُعا نۀ کوم خو د هغوئ دپاره دُعا کوم څوک چې تا ما ته په حواله کړى دى ځکه چې هغوئ ستا دى.
نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو د دې زمکې خلق يئ او زۀ د آسمان، تاسو د دې دُنيا اوسېدونکى يئ خو زۀ د دې دُنيا نۀ يم.
هغوئ چرته دى چې هوښيار دى؟ عالمان چرته دى؟ د دې زمانې تکړه بحث کوونکى چرته دى؟ ولې خُدائ پاک د دُنيا حِکمت ته بېوقوفى نۀ ده وئيلې؟
کۀ څوک غېر ايماندار تاسو ته د روټۍ دعوت وکړى او تاسو په تلو راضى يئ، نو هر څۀ چې درته وړاندې کېږدى هغه خورئ او په خپل ضمير کښې سوال مۀ راولئ.
خو زۀ اوس تاسو ته دا ليکم چې کۀ څوک ځان ته ايماندار ورور يا خور وائى او حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو د داسې کس سره روټۍ قدرې هم مۀ خورئ.
ما په خپل خط کښې تاسو ته دا ليکلى وُو چې د حرام کارو سره ناسته پاسته مۀ کوئ.
شېطان يعنې د دې دُنيا بادشاه د بېايمانانو عقل ړوند کړے دے د دې دپاره چې هغوئ د مسيح په حقله د زيرى د جلال هغه رڼا ونۀ ګورى، څوک چې د خُدائ پاک په صورت دے.
ځکه چې تاسو هم پخوا د دې دُنيا په کږو لارو روان وئ، او د پيريانو د سردار، يعنې هغه روح پسې تلئ کوم چې اوس په نافرمانو بچو کښې کار کوى.
نو چې تاسو بېداغه او پاک شئ. او په بدو او بېلارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ.
هغوئ د دُنيا دى نو ځکه دُنياوى خبرې کوى، نو ځکه دُنيا هم هغوئ ته توجو ورکوى.
ګرانو دوستانو، راځئ چې د يو بل سره مينه وکړُو ځکه چې مينه د خُدائ پاک د طرفه ده، او هر څوک چې مينه کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى او خُدائ پاک پېژنى.
مونږ په دې پوهه يُو چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو، او ټوله دُنيا د شرير په قبضه کښې پرته ده.
نو دا لويه اژدها لاندې راوغورزولے شوه، هغه زوړ مار چې شېطان يا اِبليس بللے شى چې ټوله دُنيا يې دوکه کړې ده، هغه د خپلو فرښتو سره لاندې زمکې ته راګزار کړے شو.