Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 5:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 زۀ خبر شوے يم چې ستاسو په مينځ کښې جنسى حرام کارى کيږى، بلکې داسې جنسى حرام کارى چې په بې‌دينه خلقو کښې هم نۀ کيږى. په تاسو کښې يو سړے دے چې د هغۀ خپلې ميرنۍ مور سره ناجائزه تعلقات دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 5:1
32 Iomraidhean Croise  

چې کله يعقوب په هغه مُلک کښې اوسېدو، روبين لاړو او د خپل پلار د وينځې بِلهاه سره څملاستو، يعقوب د دې نه خبر شو او غصه شو. د يعقوب دولس زامن وُو.


او دا د يعقوب د خاندان قيصه ده. د اوولسو کالو ځوان زلمى، يوسف، د وروڼو سره ګډې او چېلۍ څرولې، چې هغوئ د هغۀ د پلار د نورو ښځو، زِلفه او بِلهاه زامن وُو. هغۀ خپل پلار د هغه غلطو کارونو نه خبر کړو کوم چې د هغۀ وروڼو کول.


تۀ د جوشناک سېلاب په شان يې، خو تۀ به د ټولو نه عزتمند نۀ يې، دا ځکه چې تۀ زما د بلې ښځې سره څملاستې او د خپل پلار کټ دې پليت کړو.


نو هغوئ د محل په چت باندې د ابى‌سلوم دپاره يوه خېمه ولګوله او د ټولو خلقو په مخکښې ابى‌سلوم ورننوتلو او د خپل پلار د وينځو سره څملاستو.


کله چې داؤد په يروشلم کښې خپل محل ته ورسېدو، هغۀ هغه لس وېنځې بوتلې چې کومې يې د محل د خيال ساتلو دپاره پرېښې وې او په حِفاظت کښې يې ساتلې وې. هغوئ له يې د ضرورت څيزونه ورکول، خو د هغوئ سره يې څملاستل نۀ کول. په هغوئ باندې ټول عُمر دا پابندى وه چې د کونډو په شان ژوند تېروى.


دا د روبين اولاد دے چې هغه د يعقوب مشر زوئ وو. هغۀ د خپل پلار د بلې ښځې سره د زنا کولو په وجه د خپل پلار بې‌عزتى وکړه نو چې د مشرى زوئ کوم حقُونه هغۀ لرل، هغه ختم شول او هغه حقُونه يوسف ته مِلاو شول.


د معشوقو په پېدا کولو کښې تاسو څومره ماهر يې. تر دې چې بدکاره ښځه به هم ستاسو نه چل زده کړى.


دا نۀ چې تۀ صرف د هغوئ په نقش قدم باندې روانه يې او د هغوئ د حرامو کارونو پيروى دې وکړه بلکې په خپلو ټولو کردارونو کښې تۀ ډېره زر د هغوئ نه بدتره شوې.


په تا کښې هغوئ دى چې د خپل پلار د کټ بې‌حرمتى کوى، په تا کښې هغوئ دى چې د ښځو سره په ماهوارۍ کښې څملى، کله چې هغوئ په شرعى توګه پاکې نۀ وى.


د خپل پلار د نورو ښځو سره زنا مۀ کوئ، دا ستاسو د پلار سپکاوے دے.


کۀ يو سړے د پلار د ښځې سره څملى او د پلار سپکاوے وکړى، نو هغه سړے او ښځه دواړه به وژلے شى. د هغوئ خُون په خپله غاړه دے.


هغوئ د غريبانانو سرونه لکه د زمکې د خاورى په شان د پښو لاندې کوى او نۀ پرېږدى چې مظلومانو ته اِنصاف مِلاو شى. پلار او زوئ هم يوې ښځې سره څملى او زما د پاک نوم بې‌حرمتى کوى.


بلکې په ليکلو ورته هدايت وکړُو چې بُتانو ته پېش کړے شوې نذرانې او زناکارۍ نه او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د هغې د وينې نه ځان وساتئ.


تاسو ته په کار دى چې بُتانو ته د نذر کړې قربانۍ نه، د هغې د وينې او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د زناکارۍ نه ځان ساتئ. کۀ تاسو د دې څيزونو نه ځانونه بچ ساتئ نو تاسو به ښۀ کوئ. وسلام.“


ځکه چې اے وروڼو او خوېندو، ستاسو په نسبت ما ته د خلوئ د خاندان نه معلومه شوې ده چې ستاسو په مينځ کښې جګړې روانې دى.


خو زۀ اوس تاسو ته دا ليکم چې کۀ څوک ځان ته ايماندار ورور يا خور وائى او حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو د داسې کس سره روټۍ قدرې هم مۀ خورئ.


ستاسو په خيال چې خوراک د خېټې دپاره دے او خېټه د خوراک دپاره ده خو زۀ وايم چې خُدائ پاک به هغه دواړه ختم کړى. بدن د حرامکارۍ دپاره نۀ دے جوړ شوے بلکې د مالِک د خِدمت دپاره جوړ شوے دے او مالِک د بدن ساتونکے دے.


د حرام کارۍ نه تښتئ. د انسان نه چې کومه ګناه کيږى هغه د بدن نه بهر وى د زنا نه بغېر، ځکه چې حرام کار خپل بدن هم تباه کوى.


ولې تاسو په دې خبر نۀ يئ چې بدکاران به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى؟ ځان مۀ دوکه کوئ، نۀ به حرام کار، نۀ بُت پرست، نۀ زناکار، نۀ بچه بازان،


په دې يرېږم چې کله زۀ بيا درشم هسې نه چې زما خُدائ پاک ما ستاسو په وړاندې شرمنده نۀ کړى او په هغه ډېرو خلقو چې ګناهونه يې کړى دى، افسوس وکړم ځکه چې هغوئ د هغې ناپاکۍ، حرامکارۍ او شهوت پرستۍ نه چې يې کړى دى، توبه نۀ ده ايستلې.


زۀ دا خبره اوږدول نۀ غواړم، خو کۀ چا ما له تکليف راکړو نو دا يې صرف ما له نه بلکې تاسو ټولو له يې درکړو.


نو اګر چې ما تاسو ته وليکل، خو د دې مقصد دا نۀ وو چې څوک غلط کارونه کوى د هغوئ په حقله وليکم يا چا سره چې غلط کارونه کيږى د هغوئ په حقله وليکم، نه، بلکې د دې مقصد دا وو چې د مالِک خُدائ په وړاندې په تاسو ظاهره شى چې تاسو زمونږ دپاره څومره سرګرم يئ.


نو د ګناه د فطرت کارونه خو ښکاره دى، يعنې زنا، ناپاکى، عياشى،


خو ستاسو په مينځ کښې دې د زناکارۍ، يا د څۀ قِسم ناپاکۍ، يا لالچ ذکر قدرې هم نۀ وى، ځکه چې دا د خُدائ پاک د مقدسينو دپاره مناسب نۀ دى.


يو سړے دې هم د خپل پلار بې‌عزتى نۀ کوى چې د خپل پلار د ښځو نه د يوې سره څملى.


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل پلار د ښځې سره زنا کوى، او د خپل پلار بې‌عزتى کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


نو هم په دې وجه هر هغه خواهش مړ کړئ کوم چې ستاسو دُنياوى فطرت سره تعلق ساتى لکه زناکارى، پليتى، شهوت پرستى، بد خواهشات او حرص چې بُت پرستى ده.


خُدائ پاک مونږ د ناپاکۍ دپاره نه، بلکې د پاکوالى دپاره رابللى يُو.


ما هغې ته د توبې ويستلو موقع ورکړه خو هغه د خپلې حرامکارۍ نه توبه نۀ وباسى.


خو د ويرېدونکو، بې‌ايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“


بس کړئ، زما زامنو، زۀ خبر شوے يم چې د مالِک خُدائ د خلقو په مينځ کښې يو خراب خبر خوريږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan