18 خو تاسو کښې ځينې داسې مغروره شول چې زۀ ګنې تاسو ته درتلے نۀ شم.
نو تاسو څۀ وايئ چې زۀ تاسو ته کوتک په لاس يا په مينه د نرمۍ په روح کښې درشم؟
او تاسو پرې فخر کوئ. ولې تاسو ته په کار نۀ دى چې پرې وشرمېږئ؟ او چا چې دا کار کړے دے هغه د خپل مينځ نه وشړئ.
بلکې زۀ تاسو ته دا خواست کوم چې زما د حاضرېدو په وخت ما په سخته رويه مۀ مجبوروئ، لکه د چا چې زما په حقله دا خيال دے چې زمونږ خِدمت د دُنياوى طريقې په مطابق دے.
ځکه چې زۀ يرېږم، هسې نه چې کله زۀ درشم او تاسو چې څنګه غواړم هغه شان مو ونۀ مومم، او څنګه چې تاسو نۀ غواړئ ما هغه شان ومومئ، زۀ يرېږم چې په تاسو کښې جګړه، کينه، غصه، خود غرضى، بده وينا، غېبتونه، ډوزې او فساد نۀ وى.