Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 4:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 په دې وجه ما تاسو ته تيموتيوس درولېږلو، هغه په مالِک کښې زما خوږ او وفادار زوئ دے، چې تاسو ته په مسيح کښې زما هغه طريقې دريادې کړى چې زۀ يې هغوئ ته په هر ځائ او په هر جماعت کښې تعليم ورکوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 4:17
33 Iomraidhean Croise  

يو بدعمله پېغام وړونکے په مصيبت کښې راګېريږى، خو اعتمادى پېغام وړونکے د شفا باعث جوړيږى.


خو زۀ خپل خِدمتګار موسىٰ سره داسې نۀ کوم، هغه ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو مشر جوړ کړے دے.


نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړے وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى.


مالِک ووئيل، شاباش زما اعتبارى او ايمانداره نوکره، تا په لږ څۀ کښې ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زۀ تا د ډېر څۀ اختيارمند کړم. راشه او د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې شريک شه.


مالِک ورته ووئيل، شاباش، زما اعتبارى او ايمانداره نوکره. تا په لږ څۀ کښې ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زۀ تا د ډېر څۀ اختيارمند کړم. راشه او د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې شريک شه.


پولوس دربې او لستره ته لاړو. هلته تيموتيوس نومې يو مريد وو چې مور يې يهودڼه وه او هغه ايمانداره وه خو د هغۀ پلار يونانى وو.


خو کۀ څوک په دې خبره بحث کوى نو نۀ دا زمونږ او نۀ د خُدائ پاک د جماعتونو دستور دے.


زۀ ستاسو تعريف کوم ځکه چې تاسو په هره خبره کښې ما يادوئ، او څنګه چې ما تاسو ته روايتونه در وسپارل تاسو هغه هم هغه شان برقرار ساتئ.


کۀ تاسو اوږى يئ نو اول بيا په کور کښې روټۍ خورئ، نو چې ستاسو رايوځائ کېدل تاسو مجرم نۀ کړى. د نورو خبرو په حقله به زۀ هدايات درکړم کله چې زۀ بيا درشم.


ځکه چې خُدائ پاک د بد نظمۍ نه، بلکې د امن خُدائ دے. لکه چې د مقدسينو په ټولو جماعتونو کښې دے


اوس د هغې چندې په حقله چې د مقدسينو دپاره کيږى تاسو به په هغه هداياتو عمل کوئ چې ما د ګلتيانو جماعتونو ته ورکړى دى.


کۀ چرې تيموتيوس درشى نو خيال يې وساتئ چې هغه بې د څۀ يرې نه تاسو سره پاتې شى ځکه چې هغه هم زما په شان د مالِک خِدمت کوى.


زۀ دا خبرې ستاسو د شرمولو دپاره نۀ ليکم بلکې تاسو ته د خپلو خوږو بچو په شان نصيحت کوم.


ځکه چې کۀ په مسيح کښې ستاسو اُستاذان بې‌شمېره هم وى خو بيا هم ستاسو روحانى پلار يو دے، او د زيرى په وسيله زۀ په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو پلار شوم.


اوس ساتونکو ته په کار دى چې هغوئ اعتبارى وى.


خو بيا هم هر يو کس ته په کار دى چې هغه شان ژوند تير کړى کوم چې مالِک ورته مقرر کړے دے او کوم ته چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ. په ټولو جماعتونو کښې زما دا دستور دے.


خو د پېغلو په باب کښې ما سره د مالِک څۀ حکم نشته، خو زۀ څوک چې مالِک د خپل رحم په وسيله د اعتماد قابل کړے يم تاسو ته خپله رائے درکوم.


د هغۀ سره مونږ خپل هغه ورور درلېږُو څوک چې په ټولو جماعتونو کښې د زيرى د پېغام ورکولو دپاره مشهور دے.


نو تاسو ته به د دې هم پته ولګى چې زۀ څنګه يم، او څۀ کوم. تخيکوس چې خوږ ورور دے او د مالِک په کار کښې ايماندار خادِم دے، هغه به تاسو ته هر څۀ ووائى.


د مالِک عيسىٰ مسيح نه زۀ اُميد کوم چې ډېر زر به زۀ تاسو ته تيموتيوس درولېږم چې زۀ ستاسو د حالت نه خبر شم نو خوشحاله به شم.


خو تاسو ته د تيموتيوس د اهميت پته ده چې هغۀ ما سره لکه د يو زوئ چې د پلار سره خِدمت کوى نو دغه شان هغۀ ما سره د زيرى په خورولو کښې خِدمت وکړو.


تاسو زمونږ د خوږ خادِم اِپفراس نه څوک چې په خِدمت کښې مونږ سره شريک دے زده کړل. هغه د مسيح وفادار خادِم دے، او هغه ستاسو په ځائ زمونږ مدد کوى.


هغۀ سره زمونږ خوږ ايماندار ورور اونيسيموس درځى څوک چې ستاسو نه يو دے. هغوئ به تاسو ته د دې ځائ په حقله ټولې خبرې بيان کړى.


اے تيموتيوسه زما زويه، زۀ تا له دا هدايات درکوم د هغه پېشګويو په مطابق چې مخکښې ستا په حقله شوى دى، چې تۀ د هغې په مطابق ښۀ منډه ووهې،


تيموتيوس ته چې په ايمان کښې زما وفادار زوئ دے. په تا دې د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل، رحم او سلامتى وى.


زۀ خپل خوږ زوئ تيموتيوس ته دا خط ليکم. د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل، رحم او سلامتى دې په تا وى.


او کومې خبرې چې تا د ډېرو ګواهانو په موجودګۍ کښې زما نه اورېدلى دى هغه داسې وفادارو کسانو ته په حواله کړه څوک چې نورو ته د تعليم ورکولو لائق وى.


خو تۀ زما د تعليم، زما د چال چلن، زما د ژوند د مقصد، زما د ايمان، زما د زغم، زما د مينې او په ايمان کښې زما د مضبوطوالى نه خبر يې.


ما په کريت کښې تۀ د دې مقصد دپاره پرېښے وې چې تۀ پاتې شوے خدمت پوره کړې او زما د حُکم په مطابق ښار په ښار مشران مقرر کړې.


د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.


ما ته پته ده چې تۀ چرته اوسې، هلته چرته چې د شېطان تخت دے او تۀ زما په نوم مضبوط ولاړ يې. تا په هغه وخت هم د خپل ايمان نه اِنکار ونۀ کړو کله چې زما وفادار ګواه انتيپاس ستاسو په هغه ښار کښې ووژلے شو چرته چې شېطان اوسيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan