15 ځکه چې کۀ په مسيح کښې ستاسو اُستاذان بېشمېره هم وى خو بيا هم ستاسو روحانى پلار يو دے، او د زيرى په وسيله زۀ په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو پلار شوم.
هغوئ خو ما نۀ دى پېدا کړى او نۀ زما بچى دى. زۀ دې ولې د يوې خِدمتګارې په شان شم چې د پيو ماشوم هغه مُلک ته يوسم چې تا يې د هغوئ د پلار نيکۀ سره وعده کړې ده؟
او هم دغه زما آرزو ده چې هلته دا زيرے ورسوم چرته چې د مسيح نوم نۀ دے اورېدلے شوے، نو چې زۀ د بل چا په بنياد آبادى ونۀ کړم.
خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو،
نو زما وروڼو او خوېندو، زۀ به اوس تاسو ته هغه زيرے درياد کړم چې ما تاسو ته درکړے وو، کوم چې تاسو قبول کړے وو او په کوم چې تاسو قائم هم يئ.
ما د هغه فضل په مطابق چې خُدائ پاک راته راکړو، ما د يو پوهه ګلکار په شان بنياد کېښودو او کۀ په هغې بل څوک عمارت ودانوى، نو هر يو ګلکار دې په دې خبردار شى چې پرې څنګه عمارت جوړ کړى.
ما کرونده وکړه، اپولوس اوبۀ ورکړې، خو وده ورته خُدائ پاک ورکړه.
د تخم کرونکى او د اوبو ورکوونکى دواړو مقصد يو دے، خو هر يو به د خپل محنت په مطابق اجر بيا مومى.
چې د نورو په تاسو دا حق شته نو ولې زمونږ د دې نه زيات نۀ دے څۀ؟ مونږ کله هم دې حق نه کار وانۀ خستو خو مونږ هر څيز برداشت کوُو د دې دپاره چې د مسيح په زېرى کښې څۀ رکاوټ نۀ وى.
دغه شان مالِک هم حکم کړے دے، څوک چې د زيرى بيانوونکى دى د هغوئ آمدن دې هم د زيرى نه وى.
کۀ زۀ زيرے بيانوم نو په دې څۀ فخر نۀ کوم ځکه چې دا زما فرض دى. او افسوس دے په ما، کۀ زۀ زيرے نۀ بيانوم.
نو بيا زما اجر څۀ شے دے؟ صرف دا چې زيرے بيانوم او هغه هم مفت بيان کړم، او د خپل هغه حق نه څۀ فائده وانۀ خلم چې ما ته په زېرى کښې حاصل دے.
زۀ دا هر څۀ د زيرى د خاطره کوم د دې دپاره چې زۀ د هغوئ سره د هغۀ په برکتونو کښې شريک شم.
ځکه چې مونږ د خپل ځانونو تبليغ نه، بلکې د عيسىٰ مسيح تبليغ کوُو، چې هغه مالِک دے، او خپل ځانونه مونږ د عيسىٰ دپاره ستاسو غلامان کوُو.
په دې وجه شريعت د مسيح د راتلو پورې زمونږ څارونکے وو د دې دپاره چې مونږ د ايمان په وسيله صادق ثابت کړے شُو.
خو اوس چې ايمان راغلو نو مونږ نور د شريعت څارلو ته محتاج نۀ يُو،
زما ګرانو بچو، زۀ بيا ستاسو دپاره لکه د ماشوم د پېدا کېدو په درد آخته يم، ترڅو چې تاسو د مسيح په شان شوى نۀ يئ.
ځکه چې داسې وخت راروان دے چې خلق به صحيح تعليم نۀ زغمى، بلکې د خپلې خوښې په مطابق به داسې اُستاذان راټول کړى چې هغوئ ته به هغه څۀ وښائى چې کوم اورېدل غواړى.
زۀ دا خط تيطوس ته ليکم چې په ايمان کښې ما سره شريک زما وفادار زوئ دے. خُدائ پلار او زمونږ خلاصونکے عيسىٰ مسيح دې تا له فضل او سلامتى درکړى.
زۀ پولوس درته په خپل لاس دا ليکم چې زۀ به يې په خپله درته واپس کړم، او دې وئيلو ته ضرورت نشته چې زما په تا کوم قرض دے نو هغه هم تۀ په خپله يې.
هغۀ د خپل مقصد پوره کولو دپاره مونږ د حق کلام په وسيله پېدا کړُو نو چې مونږ د هغۀ په مخلوقاتو کښې وړومبۍ مېوه شُو.
ځکه چې ستاسو دوباره پېدا کېدل د فانى کېدونکى تخم نه نه بلکې د نۀ فانى کېدونکى تخم نه د خُدائ پاک د ژوندى او قائم کلام په وسيله بيا پېدا شوئ يئ.