12 او مونږ په خپلو لاسونو خوارى کوُو. خلق په مونږ بد وائى، مونږ ورته دُعا کوُو، کله چې مو زوروى، مونږ يې زغمو،
تاسو بختور يئ کله چې خلق درته سپکې سپورې وائى، او زوروى مو او زما له وجې خلق ستاسو په حقله هر قِسم دروغژنې بدې خبرې کوى.
خو زۀ درته دا وايم چې د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ، او څوک چې تاسو زوروى د هغوئ دپاره دُعا کوئ،
عيسىٰ وفرمائيل، ”پلاره، دوئ معاف کړه. ځکه چې هغوئ نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“ سپاهيانو د هغۀ په جامو خسڼے واچولو او په خپلو کښې يې وويشلې.
د هغوئ دپاره برکت غواړئ څوک چې په تاسو لعنت کوى او د هغوئ دپاره دُعا کوئ څوک چې تاسو بېعزته کوى.
دا خبرې يادې ساتئ چې کومې ما تاسو ته وکړې، يو نوکر هم د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى. نو چې هغوئ زۀ وزورولم نو تاسو به هم وزوروى. کۀ هغوئ زما په کلام عمل وکړى نو ستاسو په کلام به هم عمل وکړى.
پولوس هلته ورسره اوسېدلو او دوئ سره يې يو ځائ کار کولو ځکه چې د دوئ هم د هغۀ په شان د تمبوانو جوړولو کسب وو.
تاسو ټول په خپله ښۀ خبر يئ چې ما په خپلو لاسونو کار کړے دے او د ځان او د خپلو ملګرو حاجتونه مې پوره کړى دى.
بيا هغه په ګوډو شو او په زوره يې چغې کړې، ”مالِکه، دوئ په دې ګناه مۀ نيسه.“ او د دې وينا نه وروستو يې ساه ورکړه.
څوک چې تاسو زوروى د هغوئ خير غواړئ، برکت يې غواړئ او ښيرى ورته مۀ کوئ.
د دې په ځائ، ”کۀ ستا دشمنان اوږى وى نو هغوئ له روټۍ ورکړه او کۀ هغوئ تږى وى نو هغوئ ته اوبۀ ورکړه، ځکه چې ستا په داسې کولو به يې په سرونو اور بل شى.“
نو بيا به څوک د مسيح د مينې نه مونږ جدا کړى؟ سختې يا مصيبتونه، ظلم، زياتے، لوږه، بربنډتوب، خطره يا مرګ داسې کولے شى څۀ؟
يا يواځې زۀ او برنباس د ژوند تېرولو دپاره په خوارۍ مزدورۍ پړ يُو څۀ؟
ستاسو په خيال چې ما ستاسو د خِدمت دپاره د نورو جماعتونو نه په چنده حاصلولو د هغوئ نه غلا وکړه.
پس د دې نه دې غلۀ نوره غلا ونۀ کړى بلکې په خپلو لاسونو دې په محنت او ايماندارۍ سره کار وکړى، نو چې د هغوئ سره هم حاجتمندو ته د ورکولو دپاره څۀ وى.
اے وروڼو او خوېندو، تاسو ته به زمونږ خوارى او تکليفونه ياد وى چې مونږ شپه او ورځ محنت وکړو او په تاسو مو بوج وانۀ چولو چې مونږ تاسو ته د خُدائ پاک زيرے اورولو.
او مونږ د چا روټۍ مفت ونۀ خوړه بلکې شپه او ورځ مو خوارى او مشقت سره کار کولو نو چې مونږ په تاسو کښې په چا بوج جوړ نۀ شُو.
مونږ محنت او خوارى ځکه کوُو چې زمونږ اُميد په هغه ژوندى خُدائ پاک دے څوک چې د ټولو خلقو او خاص د ايمان راوړونکو خلاصونکے دے.
نۀ هغۀ د کنځلو په بدل کښې کنځل کول او نۀ يې په مصيبتونو زغملو چا ته دهمکى ورکوله بلکې هغۀ خپل ځان رښتونى اِنصاف کوونکى ته وسپارلو.
خو کۀ چرې تاسو د صداقت دپاره مصيبتونه هم وزغمئ، تاسو له به برکت درکړے شى نو ځکه د هغوئ په يرولو مۀ يرېږئ او زړونه مۀ بائيلئ.
د بدو په بدل کښې چا سره بد مۀ کوئ او د کنځلو په بدل کښې چا ته کنځل مۀ کوئ، بلکې د دې په ځائ ورله برکت وغواړئ ځکه چې تاسو د دې دپاره رابللے شوى يئ چې د برکت وارثان شئ.
نو بيا څوک چې په دې وجه د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق مصيبتونه زغمى، هغوئ دې خپل ځانونه وفادار خالق ته په حواله کړى او همېشه دې نېکى کوى.
بلکې ياد ساتئ چې د ټولو نه لوئې فرښتې ميکائيل هم دغسې ونۀ کړل، ځکه چې څۀ وخت چې هغه د موسىٰ د لاش په باب د اِبليس سره بحث کولو په هغه وخت يې دومره همت ونۀ کړو چې په اِبليس اِلزام ولګوى، بلکې دا يې ووئيل چې، ”مالِک خُدائ دې تا ملامته کړى.“