11 په دې موجوده وخت کښې مونږ اوږى، تږى يُو، کپړې مو زړې دى او وهلے شوى يُو او بېکوره يُو،
لکه چې تا د خپلو وروڼو نه د قرض پېسې په زور اخستې دى، او تا د هغوئ نه جامې ويستې دى او بربنډ دې پرېښى دى.
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر پرې ولګوى.“
بيا د اَنطاکيه او اِکونيوم نه څۀ يهوديان هغه ځائ ته راغلل او خلق يې ځان سره ملګرى کړل. نو هغوئ بيا پولوس سنګسار کړو او د ښار نه يې بهر راښکلو، د هغوئ خيال دا وو چې ګنې مړ دے.
د ښۀ وهلو ټکولو نه پس يې هغوئ په قېدخانې کښې واچول او د جيل مشر ته يې حکم وکړو چې په هغوئ سخت نظر ساتى چې ونۀ تښتى.
بيا مشر اِمام حنانياس پولوس سره ولاړو خلقو ته حُکم ورکړو چې، ”په خولۀ يې ووهئ.“
نو بيا به څوک د مسيح د مينې نه مونږ جدا کړى؟ سختې يا مصيبتونه، ظلم، زياتے، لوږه، بربنډتوب، خطره يا مرګ داسې کولے شى څۀ؟
ولې مونږ ته د خپل خوراک څښاک حق نشته څۀ؟
ځکه چې تاسو هغوئ هم زغمئ څوک چې تاسو غلامان کوى يا مو داړى، يا مو راګېروى، يا خپل ځان لوئ جوړوى، يا ستاسو په مخ څپېړه درکوى.
مونږ د هرې خوا نه په مصيبتونو کښې راګېر يُو خو تباه کيږُو نه، مونږ خو پرېشانه کيږُو خو نا اُميده کيږُو نه،
زۀ هم په غريبۍ پوهېږم او هم په مالدارۍ. په هر حال کښې کۀ زۀ موړ يم يا کۀ اوږے، کۀ زۀ مالدار يم يا کۀ ضرورتمند ما د سکون ژوند تېرولو راز زده کړے دے.
تا ته پته ده د هغه سختۍ او تکليفونو يعنې هغه تکليفونه کوم چې په اَنطاکيه، اِکونيوم او په لستره کښې په ما راغلل خو مالِک زۀ د هغې ټولو نه بچ کړم.