4 ځکه چې څۀ وخت چې يو وائى چې زۀ د پولوس په ډله کښې يم او بل وائى چې زۀ د اپولوس په ډله کښې يم، نو ولې تاسو په داسې کولو د انسانى فطرت په مطابق نۀ شوئ؟
زما مطلب دا دے چې تاسو هر يو وائى چې، ”زۀ د پولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د اپولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د کائفس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د مسيح د ډلې نه يم.“
ځکه چې تر اوسه پورې تاسو د ګناه د فطرت په اختيار کښې يئ، او چې تر اوسه پورې په تاسو کښې حسد او جګړه روانه ده. نو ولې د دې نه دا پته نۀ لګى چې تاسو تر اوسه د انسانى خواهش په مطابق کردار کوئ؟
اے وروڼو او خوېندو، ما په دغه خبرو کښې د خپل ځان او د اپولوس ذکر د مِثال په طور وکړو د دې دپاره چې تاسو زمونږ په وسيله د دې خبرو مطلب زده کړئ، د ليکل شوى کلام نه زيات څۀ مۀ وايئ، او د يو مشر صِفت او د بل غېبت مۀ کوئ.
زما وروڼو او خوېندو، زۀ دا غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې کوم زيرے چې ما درته اورَولے دے هغه انسانى نۀ دے.