20 او بيا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ د هوښيارانو په خيالونو پوهه دے چې باطل دى.“
قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بېفائدې سازشونه کوى؟
مالِک خُدائ د انسان په سوچونو باندې پوهه دے، چې دا ټوله تشه هوا او بېفائدې دے.
هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.
اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بېاحساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو.
خيال کوئ هسې نه چې څوک مو په تشو فلسفو او دوکه مارو خبرو کښې راګېر کړى، ځکه چې د هغوئ خبرې د انسانى رواياتو او د دُنيا د بنيادى اصُولو په مطابق دى او د مسيح په مطابق نۀ دى.