19 ځکه چې د دې دُنيا حِکمت د خُدائ پاک په نزد بېوقوفى ده، ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”هغه هوښياران د هغوئ په چالاکۍ راګېروى.“
کله چې داؤد خبر شو چې اخىتُفل په بغاوت کښې د ابىسلوم سره ملګرے شوے دے نو هغۀ داسې دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې د اخىتُفل مشوره په کم عقلتوب بدله کړه.“
په هغه ورځو کښې به چې اخىتُفل کومه مشوره ورکوله نو هغه به داسې منلے شوه لکه چې دا بلکل د خُدائ پاک خبره وى، داؤد او ابىسلوم دواړو به منله.
ابىسلوم او ټولو بنى اِسرائيلو ووئيل، ”د حوسى مشوره د اخىتُفل د مشورې نه ښۀ ده.“ مالِک خُدائ دا فېصله کړې وه چې د اخىتُفل ښۀ مشوره به نۀ شى منلے، نو داسې هغه به په ابىسلوم باندې تباهى راولى.
کله چې اخىتُفل ته پته ولګېده چې د هغۀ په مشوره عمل نۀ دے شوے، نو هغۀ خپل خر کته کړو او خپل ښار ته واپس لاړو. کله چې هغۀ خپلې ټولې معاملې هوارې کړې نو هغۀ خپل ځان پهانسى کړو او مړ شو. هغه د خپل خاندان په اديره کښې ښخ شو.
نو همان په هغه دار باندې ځوړند کړے شو کوم چې د مردکى دپاره جوړ شوے وو. او بيا د بادشاه غصه سړه شوه.
هغه هوښيار د خپلې چالاکۍ په جال کښې راګېروى، او چالاک خلق زر فنا شى.
بدعمله دې په خپلو دامونو کښې راګېر شى، چې داسې زۀ ترې بچ شمه.
راځئ چې د دوئ سره يو چل وکړُو ګنې دوئ به زيات شى او کۀ زمونږ او د دوئ په مينځ کښې جنګ راشى نو دوئ به زمونږ خِلاف زمونږ دشمنان رايوځائ کړى او کېدے شى چې د دې مُلک نه وتښتى. مونږ له داسې څۀ کول په کار دى چې دوئ نور زيات نۀ شى.“
اوس ما ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے، ځکه چې هغۀ خپل خلق د مِصريانو نه بچ کړل کله چې مِصريانو دوئ ته سپک کتل.“
د هوښيار حِکمت دا دے چې خپلو لارو ته سوچ وکړى، خو د کم عقل کم عقلتوب هغه بېلارې کوى.
هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.
زۀ د دروغو نبوت کوونکى دروغژن ثابتوم، او د فالګرو نه کم عقلان جوړوم. زۀ د هوښيارانو خلقو خبرې غلطى ثابتوم او د هغوئ حِکمت په کم عقلتوب بدلوم.
بيا هم په کلکو ايماندارانو کښې مونږ د حِکمت خبرې کوُو کۀ څۀ هم چې دا نۀ د دُنيا او نۀ د دې دُنيا د سردارانو حِکمت دے، څوک چې فنا کېدونکى دى.
اے وروڼو او خوېندو، ما په دغه خبرو کښې د خپل ځان او د اپولوس ذکر د مِثال په طور وکړو د دې دپاره چې تاسو زمونږ په وسيله د دې خبرو مطلب زده کړئ، د ليکل شوى کلام نه زيات څۀ مۀ وايئ، او د يو مشر صِفت او د بل غېبت مۀ کوئ.
نو په کار نۀ دے چې مونږ دې نور ماشومان پاتې شُو. او نۀ دې مونږ د نوى تعليماتو په وجه اخوا دېخوا کيږُو او نۀ به نور د خلقو د مکارۍ، چالاکۍ او ټګۍ په منصوبو سره ګمراه شُو.
دا هغه حکمت نۀ دے کوم چې د آسمان نه راځى بلکې دُنياوى، نفسانى او شېطانى دے.