17 کۀ څوک د خُدائ پاک کور بربادوى نو خُدائ پاک به هغه کس برباد کړى ځکه چې د خُدائ پاک کور پاک دے او هغه کور تاسو يئ.
هغه يرېدو او د ځان سره يې وفرمائيل، ”دا ځائ خو د يرې نه ډک دے. دا به خامخا د خُدائ پاک کور وى، دا به خامخا د آسمان دروازه وى.“
د دې هر څۀ نه علاوه، چې ما د مخکښې نه تيار کړى دى د خُدائ پاک د کور سره زما د مينې په وجه ما خپل سپين زر او سرۀ زر هم ورکړى دى.
د هغوئ په دائمى کنډرو کښې خپل قدم کېږده، ځکه چې دشمن ستا په عبادتخانه کښې هر څۀ تباه کړى دى.
اے پاکه خُدايه غېر قومونو ستا مُلک قبضه کړے دے، هغوئ ستا د مقدس کور بېحرمتى وکړه او هغوئ يروشلم په کنډرو بدل کړے دے.
ستا اصُول او قانون قائم دے. او پاکوالے ستا د کور ښائست دے، تر ابده پورې اے مالِکه خُدايه.
د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک لوئى بيان کړئ، په مقدس غر باندې د هغۀ عبادت وکړئ، ځکه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مقدس دے.
خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”نور نزدې مۀ راځه. پېزار وباسه، ځکه چې تۀ په پاکه زمکه ولاړ يې.
او ستا هغه ښائسته او مقدس کور، چرته چې زمونږ پلار نيکۀ ستا ثناء صِفت کولو، اور سيزلے دے. او زمونږ د خوښې ټول ځايونو نه کنډر جوړ شوے دے.
د مالِک خُدائ د کور دا قانون دے، د غرۀ دپاسه ګېرچاپېره علاقه به د ټولو نه زياته مقدسه وى. دا د خُدائ د کور قانون دے.“
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، ځکه چې تاسو د خپلو حرامو کارونو او کرکژن تصويرونو په عبادت کولو سره زما مقدس کور پليت کړو، زۀ به په خپله نۀ په تاسو رحم وکړم، او نۀ به زۀ تاسو ته د رحم په سترګه وګورم او نۀ به تاسو بچ کړم.
زۀ به خپل مخ د دوئ نه واړوم او هغوئ به زما د مقدسو خزانو بېحرمتى وکړى، غلۀ به دې ته ننوځى او ناپاکه به يې کړى.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې بنى اِسرائيلو له خبردارے ورکړه چې څوک ناپاک وى هغه به لرې اوسيږى، نو د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې بېعزتى به نۀ کيږى، کومه چې د خېمو په مينځ کښې ده. کۀ هغوئ بېعزتى وکړه، نو مړۀ به شى.
کۀ څوک د خپلو ماشومانو نه يو ماشوم مولک بُت ته ورکړى او زما مقدسه خېمه ناپاکه کړى او زما د مقدس نوم سپکاوے وکړى، نو زۀ به ترې نه مخ واړوم او هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
د دې پېغمبران کبرژن دى، هغوئ غداران دى، د هغې اِمامان د مقدسو ځايونو بېحرمتى کوى او د شريعت نافرمانى کوى.
هر څوک چې ناپاک شوے وى او خپل ځان پاک نۀ کړى نو هغه به ناپاک پاتې شى، ځکه چې په هغۀ باندې د پاکوالى اوبۀ نۀ دى شيندلے شوې. هغه د مالِک خُدائ د خېمې سپکاوے کوى او نور به د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
ولې تاسو خبر نۀ يئ چې تاسو د خُدائ پاک کور يئ او د خُدائ پاک روح په تاسو کښې اوسيږى؟
په تاسو کښې دې څوک هم خپل ځان نۀ دوکه کوى. کۀ ستاسو خيال وى چې تاسو د دې دُنيا په معيار هوښيار يئ، نو تاسو خپل ځان ناپوهه وګڼئ نو بيا به تاسو هوښيار شئ.