Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 3:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 کۀ د چا کار وسوزيږى نو هغۀ ته به تاوان ورسيږى، خو هغه به په خپله په سوزېدو سوزېدو کښې د اور نه بچ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 3:15
12 Iomraidhean Croise  

خو هغۀ ته د هغې لارې پته ده چې کومه ما اختيار کړې ده، او کله چې هغه ما وآزمائى نو زۀ به د سرو زرو په شان صفا يم.


نو پاکه خُدايه تا خو مونږه آزمائيلى يُو، داسې لکه سپين زر دې په اور صفا کړى يُو.


تا زمونږ دشمنان زمونږ په سر باندې تېرېدو ته پرېښودل، او مونږ دې اور او سېلاب نه تير کړُو، خو آخر دې هم مونږ د آرام او برکتونو ځائ ته راوستُو.


”ما ستاسو څۀ خلق تباه کړل لکه څنګه چې مې د سدوم او عموره خلق تباه کړى وُو. تاسو د هغه نيم سوزېدونکى لرګى په شان وئ کوم چې د اور نه راښکلے شوے وى، خو تاسو بيا هم ما ته راونۀ ګرځېدئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.


مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا رټى، شېطانه. هغه مالِک خُدائ، چا چې يروشلم غوره کړے دے، هغه تا رټى. آيا دا سړے هغه سوزېدونکې لرګى په شان نۀ دے چې د اور نه راښکلے شوے وى؟“


هغوئ د ډېرو ورځو نه بې‌خوراکه وُو، نو پولوس د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې وئيل چې، ”اے عزتمندو، تاسو ته په کار وو چې د کريت نه د سفر د نۀ کولو په حقله زما خبره مو منلے وے، نو د دې نقصان او تاوان نه به بچ شوى وئ.


او نور به ورپسې، څۀ په تختو او څۀ د جهاز په ټوټو ځى. او دغه شان ټول په خير سره وچې ته ورسېدل.


او، ”کۀ صادق په مشکله خلاصون مومى نو د بې‌دينه او ګناه ګار به څۀ حال وى؟“


خبردار اوسئ چې زمونږ هغه خوارى ضائع لاړه نۀ شى کومه چې مونږ په تاسو کړې ده بلکې دا چې تاسو د هغې پوره اجر حاصل کړئ.


ځينې د اور لمبو نه راوچت کړئ او بچ يې کړئ، او په يرې سره په ځينې خلقو رحم کوئ، او د هغۀ د هغه ګناه نه نفرت کوئ په کوم چې هغه تور شوے دے.


په دې وجه زۀ تا له دا مشوره درکوم چې زما نه په اور کښې صفا شوى سرۀ زر واخله چې مالدار شې او سپينې جامې رانه واخله چې ستا د بربنډتوب شرم پرې د ليدو نه پټ شى، او ملهم رانه واخله چې په سترګو کښې يې ولګوې او بينا شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan