14 کۀ په هغه بنياد د چا جوړ عمارت باقى پاتې شى نو هغه ګلکار به اجر بيا مومى.
څوک چې هوښيار دى د نمر د شغلو په شان به ځليږى، او هغوئ څوک چې ډېرو خلقو ته د صداقت لارښودنه کوى، هغوئ به لکه د ستورو په شان د تل دپاره ځليږى.
د تخم کرونکى او د اوبو ورکوونکى دواړو مقصد يو دے، خو هر يو به د خپل محنت په مطابق اجر بيا مومى.
نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.
ځکه کۀ زۀ دا په خپلې مرضۍ کوم نو اجر زما حق جوړيږى، خو کۀ دا زما په خپلې مرضۍ نۀ وى خو بيا هم خُدائ پاک د دې کار ذمه وارى ما ته راکړې ده.
هر څوک دې خپل عمل په خپله وآزمائى، نو بيا دې هغه په خپل ځان فخر کوى، نو دغه شان به ورته د بل چا سره د ځان برابرولو ضرورت نۀ وى.
د مالِک عيسىٰ مسيح په حضور کښې کله چې هغه بيا راشى زمونږ اُميد او خوشحالۍ او د فخر تاج څۀ دے؟ ولې هغه تاسو نۀ يئ څۀ؟
ما ښۀ جنګ وکړو، خپله منډه مې پوره کړه، او تر آخره په خپل ايمان قائم پاتې شوم.
په تاسو کښې چې کوم مشران دى، زۀ هم د هغوئ په شان مشر او د مسيح د مصيبتونو ګواه او په ښکاره کېدونکى جلال کښې شريک يم، او تاسو ته دا خواست کوم،
او کله چې مشر شپونکے څرګند شى نو تاسو له به د جلال تاج درکړے شى چې کله به هم نۀ مړاوے کيږى.