1 اے وروڼو او خوېندو، ما تاسو سره لکه د روحانى خلقو په شان خبرې ونۀ کړے شوې بلکې داسې مې وکړې لکه چې دُنياوى خلقو سره چې په مسيح کښې ماشومان دى.
بيا عيسىٰ مخ ورواړولو او پطروس ته يې وفرمائيل، ”رانه لرې شه شېطانه، تۀ زما د لارې خنډ يې، تۀ د بنى آدمو په شان سوچ کوې، نه چې د خُدائ پاک په شان.“
ځکه چې مونږ پوهيږو چې شريعت روحانى دے خو زۀ غېر روحانى يم او په ګناه لکه د غلام خرڅ شوے يم.
اے زما وروڼو او خوېندو، په خپله پوهه کښې ماشومان مۀ جوړېږئ، بدۍ ته ماشومان شئ خو په پوهه کښې بالغان شئ.
کۀ څوک د نبوت، يا د روحانى نعمتونو د لرلو دعوىٰ وکړى نو هغه دې پوهه شى چې کومې خبرې زۀ تاسو ته ليکم هغه د مالِک حکم دے.
بيا هم په کلکو ايماندارانو کښې مونږ د حِکمت خبرې کوُو کۀ څۀ هم چې دا نۀ د دُنيا او نۀ د دې دُنيا د سردارانو حِکمت دے، څوک چې فنا کېدونکى دى.
اے وروڼو او خوېندو، کۀ چرې يو کس په څۀ نافرمانۍ کښې ګېر شى نو تاسو چې د روحُ القُدس په هدايت روان يئ هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته واپس راواړوئ. او د خپل ځان خيال ساتئ هسې نه چې تاسو هم په آزمېښت کښې پرېوځئ.
ځکه هر څوک چې پئ څښى، هغه لا ماشوم وى او د صداقت د کلام تجربه يې نۀ وى.
زما ګرانو بچو، زۀ تاسو ته ليکم ځکه چې ستاسو ګناهونه د مسيح په نوم معاف کړے شوى دى.