9 بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى.“
ستا احسان څومره لوئ وى چې تا ساتلى د هغه چا دپاره څوک چې تا نه يريږى. هر هغه چا ته يې زيات ورکوې څوک چې تا ته د پناه دپاره راځى، او د ټولو خلقو په وړاندې هغوئ له برکت ورکوې.
د پخوا نه نۀ ستا په شان خُدائ پاک چا ليدلے دے او نۀ يې اورېدلې دى، صرف تۀ هغه خُدائ يې چې د هغوئ مدد کوې څوک چې ستا په انتظار کښې وى.
”ګورئ، زۀ نوى آسمانونه او نوې زمکه جوړوم. د تېرې زمانې څيزونه به نۀ شى يادولے، او نۀ به په خيال خاطر کښې راځى.
بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”بېشکه کوم کنډول چې زۀ څښم، تاسو به يې وڅښئ خو دا زما په اختيار کښې نۀ دى چې خپل ښى او ګس لاس ته څوک کښېنوم، دا د هغه چا په برخه دى چې زما پلار ورته مقرر کړى دى.“
بيا به بادشاه د ښى لاس خلقو ته ووائى چې راځئ زما د پلار بختورو خلقو، د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ.
خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.
مونږ ته پته ده څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى د هغه خلقو د ښېګړې دپاره هر څۀ په شريکه کار کوى يعنې کوم خلق چې د هغۀ د ارادې په مطابق رابللے شوى دى.
خو په حقيقت کښې هغوئ د يو بهتر ځائ، يعنې د آسمانى مُلک په تلاش کښې وُو، نو ځکه خُدائ پاک په دې نۀ شرميږى چې د هغوئ خُدائ پاک دې وبللے شى، نو هغۀ هغوئ له يو ښار تيار کړے دے.
بختور دے هغه څوک چې آزمېښت برداشت کړى، ځکه کله چې هغه په آزمېښت کښې قائم پاتې شى نو هغه به د ژوندون تاج حاصل کړى د کوم چې خُدائ پاک د خپلو مينه والو سره وعده کړې ده.
اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟
هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې د هغوئ زيرے د هغوئ د خپل ځان دپاره نۀ وو بلکې ستاسو دپاره وو. نو اوس دا زيرے تاسو ته د هغه چا په وسيله چې د روحُ القُدس په طاقت سره چې د آسمان نه نازل شوے دے بيان شو. دا داسې عجيبه خبرې دى چې فرښتې هم په ليوالتيا سره د دې د کېدو خواهش کوى.
مونږ ځکه مينه کوُو چې خُدائ پاک اول مونږ سره مينه وکړه.