Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 16:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 ځکه زۀ اوس په لاره کښې تاسو سره ملاقات کول نۀ غواړم بلکې زما دا اُميد دے کۀ مالِک وغوښتل نو څۀ وخت به تاسو سره تير کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 16:7
8 Iomraidhean Croise  

د انسان په زړۀ کښې ډيرې منصوبې وى، خو کيږى هغه څۀ چې د مالِک خُدائ رضا وى.


اے مالِکه خُدايه، زۀ په دې پوهېږم چې د انسان د ژوندون اختيار د دۀ په خپل لاس کښې نۀ دے. او نۀ هغه په خپلې مرضۍ سره د خپل ژوند لار مقررولے شى.


عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په دې وخت هم داسې کول په کار دى ځکه چې مونږ له دغه شان د خُدائ پاک صداقت پوره کول مناسب دى.“ او بيا يحيىٰ دا ومنله.


خو د اِفِسوس د خلقو نه يې په دې خبره رُخصت واخستلو چې، ”کۀ د خُدائ پاک رضا وى نو زۀ به بيا واپس تاسو له راشم.“ بيا هغه د هغوئ نه لاړو.


او همېشه دا سوال کوم چې د خُدائ پاک په مرضۍ دې آخر هم زۀ د دې جوګه شم چې تاسو ووينم.


خو کۀ مالِک وغوښتل نو زۀ به تاسو له زر درشم او زۀ به نۀ صرف د هغه مغروره خلقو خبرې بلکې د هغوئ روحانى قدرت هم معلوم کړم.


د کله نه چې زۀ ستاسو د پوهې او ايمان نه مطمئن وم نو ما غوښتل چې اول تاسو سره ملاقات وکړم د دې دپاره چې زما په دوباره درتلو سره ستا يو په دوه فائده وشى.


د دې په ځائ تاسو له دا وئيل په کار دى چې، ”کۀ د مالِک خُدائ رضا وى نو مونږ به ژوندى پاتې شُو او دا يا هغه کار به وکړُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan