5 زۀ به د مِکدونيه د تېرېدو نه وروستو تاسو له درشم ځکه چې زما اراده ده چې د مِکدونيه په لاره هلته لاړ شم.
نو د دې نه پس پولوس د روحُ القُدس په هدايت دا فېصله وکړه چې مِکدونيه او اخيه ته لاړ شى او بيا يروشلم ته لاړ شى، او بيا هغۀ ووئيل چې، ”هلته د تلو نه وروستو ما ته په کار دى چې زۀ ضرور د روم ښار وګورم.“
ځکه چې د مِکدونيه او د اخيه خلقو د زړۀ د اخلاصه د يروشلم د غريبو مقدسينو دپاره چنده کړې ده.
او کۀ دا مناسب وى چې زۀ هم لاړ شم نو هغوئ به ما سره يو ځائ لاړ شى.
خو کۀ مالِک وغوښتل نو زۀ به تاسو له زر درشم او زۀ به نۀ صرف د هغه مغروره خلقو خبرې بلکې د هغوئ روحانى قدرت هم معلوم کړم.