ځکه چې تا زما د راتلو نه مخکښې لږ څۀ لرل او اوس ډېر زيات شول او چې ما چرته هم ستا رَمې بوتلى دى مالِک خُدائ تا له برکت درکړے دے. اوس هغه وخت راغلے دے چې زۀ د خپل خاندان خيال وساتم.“
زۀ تا ته سوال کوم چې دا تُحفه زما نه قبوله کړه کومه چې ما تا له راوړې ده، خُدائ پاک په ما مهربانه دے او چې د څۀ څيز هم ضرورت وو هغه يې راکړے دے.“ يعقوب په هغۀ زور راوړو نو هغه يې قبوله کړه.
نو زۀ په دې باب کښې تاسو ته زما نصيحت کوم چې ستاسو دپاره به دا ښۀ وى، چې هغه کار تر سره کړئ کوم چې مو يو کال مخکښې شروع کړے وو. تير کال تاسو په ورکړه کښې د ټولو نه اول وئ، او دا هم تاسو وئ چې دا کار مو اول شروع کړو.