18 ځکه چې هغوئ ستاسو او زما زياته ډاډګيرنه وکړه نو د دغه شان کسانو قدر کوئ.
يو باورى پېغام وړونکے لکه د لو په موسم کښې د واورې د يخوالى په شان دے د هغه چا دپاره څوک چې هغه استوى، او هغه د خپل مالِک زړۀ يخوى.
لکه يخې اوبۀ چې د ستړى زړۀ دپاره ښې وى نو دغه شان يو ښۀ زېرے د لرې مُلک نه دے.
نو د دې نه پس به بيا د خُدائ پاک په مرضۍ سره او ښۀ په خوشحالۍ تاسو ته درشم او تاسو سره به دمه وکړم.
په دې زمونږ تسلى وشوه او دې تسلۍ سره سره مونږ د تيطوس په خوشحالۍ نور هم خوشحاله شُو ځکه چې ستاسو ټولو په وسيله د هغۀ زړۀ ته تسلى مِلاو شوه.
ما هغه تاسو ته د دې مقصد دپاره درولېږلو چې تاسو زمونږ په حال خبر کړى او چې هغه ستاسو زړونو له ډاډګيرنه ورکړى.
خو اے وروڼو او خوېندو، مونږ تاسو ته مِنت کوُو، چې څوک ستاسو په مينځ کښې خوارى کوى او په مالِک کښې ستاسو لار ښودونکى وى او تاسو ته نصيحت کوى د هغوئ قدر کوئ.
اے وروره، زۀ په مالِک کښې تاسو نه د خير طمع کوم. هغه دا چې په مسيح کښې زما زړۀ تازه کړه.
اے زما وروره، ما ته ستا په مينه ډېره خوشحالى او تسلى مِلاو شوې ده ځکه چې ستا په سبب د مقدسينو زړونه تازه شوى دى.
خپل مشران ياد ساتئ، چا چې تاسو ته د خُدائ پاک کلام بيان کړو. د هغوئ د ژوند د طريقو نتيجو ته غور وکړئ او د هغوئ د ايمان سره سيالى کوئ.
د دې نه زياته خوشحالى ما ته په بل هيڅ څيز کښې نشته چې کله زۀ دا واورم چې زما بچى په حقه لار روان دى.