12 نو ما اپولوس ورور نه دا وغوښتل چې د نورو وروڼو سره تاسو ته درشى خو هغه اوس په درتلو راضى نۀ شو، خو چې کله ورته وخت مِلاو شى نو در به شى.
د هر څيز خپل وخت وى، د هر کار دپاره په مخ د زمکې وخت مقرر وى.
خو آخر هيرودياس ته دا موقع مِلاو شوه کله چې هيروديس په خپله سالګره کښې خپلو اميرانو، فوجى آفسرانو او د ګليل لويو خلقو ته مېلمستيا کړې وه.
نو اپولوس نومې يو يهودى چې د اسکندريه اوسېدونکے وو، اِفِسوس ته راغلو. او د هغۀ خبرې ډيرې خوږې وې او د کِتابِ مقدس تکړه عالم وو.
څۀ وخت چې اپولوس په کورنتوس کښې وو نو پولوس په دنننو علاقو کښې وګرځېدو او اِفِسوس ته راغلو. هلته هغۀ څو مريدان وليدل،
او څنګه چې هغۀ په صداقت او په نفس قابو ساتلو او د راتلونکى عدالت په حقله بيان شروع کړو نو فِليکس ويرېدو او وې وئيل چې، ”اوس لاړ شه. کله چې زۀ اوزګار شم نو بيا به دې راوغواړم.“
زما مطلب دا دے چې تاسو هر يو وائى چې، ”زۀ د پولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د اپولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د کائفس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د مسيح د ډلې نه يم.“
نو کۀ پولوس وى او کۀ اپولوس، کۀ پطروس، او کۀ دُنيا، ژوند وى يا مرګ، کۀ موجوده وخت وى او يا آئنده وخت وى دا ټول هر څۀ ستاسو دى،
اپولوس څوک دے؟ او پولوس څوک دے؟ هغوئ خو صرف خادِمان دى د چا په وسيله چې تاسو ايمان راوړو او دغه شان مونږ هر يو هغه خِدمت وکړو کوم چې مالِک مونږ ته حواله کړے وو.
نو زيناس وکيل او د اپولوس په راتلو کښې د هغوئ هر رنګه مدد وکړئ، او خيال کوئ چې هغوئ ته د څۀ څيز کمے رانۀ شى.
خو کله چې زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک فضل او د انسان سره د هغۀ مينه څرګنده شوله،