11 خپلو ملګرو له دا موقع مۀ ورکوئ چې هغه سپک وګڼى بلکې هغه صحيح سلامت رارُخصت کړئ، زۀ د هغۀ په طمع يم سره د نورو وروڼو.
هر څوک چې ستاسو خبرې ته غوږ نيسى، هغه ما ته غوږ نيسى او هر څوک چې ستاسو خبره رد کوى، هغه ما رد کوى او څوک چې ما رد کوى، هغه هم هغه رد کوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“
جماعت هغوئ ولېږل او په فينيکې او سامريه ورواوړېدل او هغوئ د غېريهوديانو د ايمان راوړلو خبرې کولې، نو په دې خبره ټول ايمانداران ډېر خوشحاله شول.
هلته د څۀ وخت تېرولو نه پس ايماندارانو هغوئ په خير سره خپلو استوونکو ته واپس ولېږل.
کۀ چرې تيموتيوس درشى نو خيال يې وساتئ چې هغه بې د څۀ يرې نه تاسو سره پاتې شى ځکه چې هغه هم زما په شان د مالِک خِدمت کوى.
او کېدے شى چې زۀ تاسو سره پاتې شم او ژمے تاسو سره تير کړم نو چې بيا زۀ چرته ځم نو تاسو به مې هلته رُخصت کړئ.
ما غوښتل چې د مِکدونيه په لار زۀ تاسو سره مِلاو شم او په واپسۍ کښې تاسو له راشم او تاسو به مې يهوديه ته رُخصت کړئ.
نو په دې وجه څوک چې دا نۀ منى، نو هغه انسانى حُکمونه نه، بلکې خُدائ پاک نۀ منى چا چې تاسو له خپل روحُ القُدس هم درکړے دے.
هيڅوک دې ستا ځوانۍ ته سپک ونۀ ګورى، بلکې تۀ د ايماندارانو دپاره په خبرو کولو، چال چلن، مينه، ايمان او پاکۍ کښې نمونه جوړ شه.
په پوره اختيار سره دغه خبرې کوه، او د خلقو اصلاح کوه او ملامته کوه يې. هيڅ څوک دې تا ته په سپکه سترګه ونۀ ګورى.
هغوئ دلته د جماعت په وړاندې ستا د ښۀ ورورولۍ ګواهى ورکړه. نو دا به ستا مهربانى وى چې د دوئ په سفر کښې هم هغه شان مدد جارى وساتى د کومې ورورولۍ نه چې خُدائ پاک رضا وى.