Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 15:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 د ټولو نه په آخر کښې هم ما ته ښکاره شو، زۀ چې بې‌مودې پېدا شوے يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 15:8
10 Iomraidhean Croise  

يوه شپه پولوس ته مالِک په رويا کښې وفرمائيل چې، ”يرېږه مه، خپل تبليغ جارى ساته او خاموشه کېږه مه،


هغۀ بيا ووئيل چې زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک تۀ دې دپاره غوره کړې چې د هغۀ مرضى وپېژنې او د هغۀ صادق خادِم ووينې او د هغۀ آواز واورې.


او عيسىٰ مې وليدو چې ما ته فرمائى چې زر کوه او سمدستى د يروشلم نه اوځه، ځکه چې دوئ به زما په حقله ستا ګواهى قبوله نۀ کړى.


کله چې زۀ په لار دمشق ته ورنزدې شوم، د غرمې وخت وو چې ناڅاپى له آسمان نه يوه لويه شُغله له ما نه ګېرچاپېره وځلېده.


دغسې په دې سوچ سره زۀ د مشرانو اِمامانو په اختيار او حکم د دمشق په سفر روان وم.


خو اوس پاڅه، او نېغ په خپلو پښو ودرېږه. زۀ د دې دپاره تا ته ښکاره شوم چې تا خپل خِدمتګار او ګواه مقرر کړم. او چې دُنيا ته تۀ د دې څيزونو ګواهى ورکړې کوم چې تا وليدل او څۀ چې به وروستو زۀ تا ته ښکاره کړم.


نو بيا حنانياس روان شو او هغه کور ته ورننوتو او د ساؤل په سر يې خپل لاس کېښودو او وې وئيل چې، ”زما وروره ساؤله، کله چې تۀ دلته راروان وې کوم مالِک عيسىٰ چې تا ته په لارې خپل ځان څرګند کړو، هغۀ زۀ تا له رالېږلے يم چې ستا نظر دوباره راشى او تۀ د روحُ القُدس نه معمور شې.“


ولې زۀ آزاد نۀ يم څۀ؟ ولې زۀ رسول نۀ يم څۀ؟ ولې ما عيسىٰ چې زمونږ مالِک دے نۀ دے ليدلے څۀ؟ ولې تاسو په مالِک کښې زما د خِدمت مېوه نۀ يئ څۀ؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan