Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 15:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 بيا هغۀ يو ځل د پينځو سوو نه زيات وروڼو او خوېندو ته ښکاره شو چې په هغوئ کښې زيات کسان تر اوسه ژوندى دى او ځينې مړۀ دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 15:6
10 Iomraidhean Croise  

بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يرېږئ مه، لاړې شئ او زما وروڼو له دا پېغام ورکړئ چې هغوئ دې ګليل ته لاړ شى، ما به هلته ووينى.“


خو لاړې شئ، د هغۀ مريدانو او پطروس ته دا خبر ورسوئ چې هغه ستاسو نه وړاندې ګليل ته روان دے، تاسو به هغه هلته ووينئ لکه څنګه چې هغۀ تاسو ته فرمائيلى وُو.“


ځکه کله چې داؤد په خپله پيړۍ کښې د خُدائ پاک د مرضۍ خِدمت پوره کړو نو هغه مړ شو او د خپل پلار نيکونو سره ښخ شو او د هغۀ بدن خاورې شو،


بيا هغه په ګوډو شو او په زوره يې چغې کړې، ”مالِکه، دوئ په دې ګناه مۀ نيسه.“ او د دې وينا نه وروستو يې ساه ورکړه.


او بيا دا هم هغوئ څوک چې په مسيح کښې مړۀ شوى دى هغوئ هم هلاک شوى دى.


خو په حقيقت کښې مسيح د مړو نه بيا راژوندے شوے دے. دغه شان هغه د مړو نه اولنے ژوندے شوے انسان دے.


خو اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو ناخبره پاتې شئ د هغوئ په حقله څوک چې مړۀ دى، نو چې تاسو د هغه نورو په شان غمژن نۀ شئ د چا چې اُميد نۀ وى.


نو په دې وجه مونږ تاسو ته د مالِک د کلام په مطابق وايو مونږ څوک چې ژوندى يُو، او د مالِک تر راتلو پورې پاتې يُو، مونږ به د هغه چا نه وړاندې د مالِک سره مِلاو نۀ شُو هغه څوک چې مخکښې مړۀ شوى دى.


او وائى به چې، ”د هغۀ د راتلو وعده څۀ شوه؟ ځکه چې د کله نه چې زمونږ پلار نيکۀ مړۀ شوى دى د هغه وخت نه تر اوسه پورې هر څۀ هم هغه شان دى لکه چې د مخلوق د شروع نه وُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan