49 او څنګه چې مونږ د دې زمکنى انسان په صورت جوړ شوى يُو دغه شان به د آسمانى انسان په صُورت کښې هم شُو.
کله چې آدم د يو سل دېرشو کالو وو، نو د هغۀ يو زوئ وشو چې د هغۀ په شان وو او شيث نوم يې پرې کېښودو.
او بيا به صادقان د خپل پلار په بادشاهۍ کښې لکه د نمر ځليږى. څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى.
ځکه چې خُدائ پاک هغوئ د مخکښې نه پېژندل او هغوئ يې د مخکښې نه مقرر کړى وُو، چې دوئ دې د هغۀ د زوئ په شان شى، ترڅو چې د هغۀ زوئ په دې ټولو وروڼو کښې اول زوئ وګرځى.
خو په مونږ کښې د مالِک خُدائ هغه جلال ليدل کيږى چا چې د خپلو مخونو نه پړده اخوا کړې ده، او مونږ ورځ په ورځ د مالِک خُدائ د جلال په صورت بدليږو، او دا کار زمونږ نه، خو د هغه مالِک دے چې په خپله روح دے.
هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.
ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.