44 دا جسمانى وجود ښخ شى او روحانى وجود راژوندے شى. چې جسمانى وجود شته نو روحانى وجود هم شته.
بيا د هغوئ سترګې وغړېدلې او هغه يې وپېژندلو خو هغه د هغوئ د نظر نه غېب شو.
د پير په شپه چې مريدانو د يهوديانو د يرې نه دروازې بندې کړې وې ناست وُو، چې په دې کښې عيسىٰ راغلو، د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”السلام عليکم.“
اتۀ ورځې پس د هغۀ مريدان بيا په هماغه کور کښې دننه راجمع وُو او توما هم د هغوئ سره موجود وو. اګر کۀ دروازې تالا وې خو عيسىٰ راغلو د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې فرمائيل، ”په تاسو دې سلامتيا وى.“
زما وروڼو او خوېندو، زما مطلب دا دے چې دا جسمانى بدن د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارث کېدے نۀ شى، او نۀ فانى کېدونکى د غېر فانى کېدونکى وارث کېدے شى.
خو څوک چې روحانى نۀ وى نو هغوئ د خُدائ پاک د روح خبرې نۀ منى ځکه چې دا د هغوئ په نزد بېوقوفى ده، او هغوئ په هغې نۀ شى پوهېدے ځکه چې هغوئ تش د روحُ القُدس په وسيله پوهېدے شى.