41 هم دغه شان د نمر او د سپوږمۍ او د ستورو په ښائست کښې فرق وى، او بله دا چې د يو ستورى ښائست د بل نه مختلف وى.
بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”ځلېدونکى څيزونه دې په آسمان کښې راښکاره شى چې ورځ د شپې نه جدا کړى او چې د ورځو، مياشتو او د کالونو دپاره نښې شى،
کۀ ما په هغه وخت کښې نمر ته کتلے په کوم وخت کښې چې دا ځلېدو، يا مې سپوږمۍ ته کتلے چې د شان او شوکت سره روانه وى،
زۀ کله چې ستا د ګوتو کار ته ګورم، ستا په آسمانونو باندې غور کوم، په خپل ځائ چې مقرر دى ستورو سپوږمۍ ته ګورم،
نو سپوږمۍ به توره شى او د نمر رڼا به کمه شى، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج به حکومت کوى. هغه به په يروشلم کښې د صيون په غرۀ باندې د مشرانو په وړاندې شان او شوکت سره بادشاهى کوى.
او هغۀ ته يې ووئيل چې، تۀ هم د پينځو ښارونو حاکِم شوې.
هم دغه شان آسمانى او زمکنى وجودونه هم شته، او د آسمانى وجود ښائست يو قسم او د زمکنى وجود بل شان وى.
نو بيا د مړو راژوندى کېدل هم دغه شان وى، د فنا په حالت کښې ښخ کړے شى او په غېر فانى حالت کښې راژوندى کيږى.
په داسې آزمېښت کښې مۀ پرېوځئ چې څۀ په آسمان کښې ګورئ چې د هغې عبادت يا خِدمت وکړئ، لکه نمر، سپوږمۍ او ستورى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نورو ټولو خلقو ته دا ورکړى دى چې عبادت يې کوى.