38 خو خُدائ پاک دې ته يو وجود ورکوى چې هغۀ ورته منتخب کړے وى او هر قسم تخم ته هغه خپل خپل وجود ورکوى.
تۀ د څاروو دپاره ګياه شنه کوې، او تۀ د بنيادمو دپاره شنۀ بوټى راټوکوې، او د زمکې نه خوراک پېدا کوې.
لکه څنګه چې زمکه شينکے راټوکوى او باغ خپل تخم زرغونوى، نو داسې به خُدائ تعالىٰ خلق صداقت ته جوړ کړى او دوئ به د ټولو قومونو په مخکښې د هغۀ ثناء او صِفت وکړى.
او څۀ چې تاسو کَرئ دا تاسو تيار بوټى نۀ کَرئ بلکې صرف د تخم دانه کَرئ کۀ هغه د غنم وى يا د څۀ بل څيز وى.
دغه شان غوښه هم يو شان نۀ وى بلکې د انسانانو غوښه يو قِسم وى او د څاروو بل او د مارغانو بل او د کبانو غوښه بل قِسم وى.
نو بيا نۀ کرونده کوونکے او نۀ اوبۀ ورکوونکے څۀ شے دے، بلکې صرف خُدائ پاک دے چې وده ورکوونکے دے.