30 او ولې مونږ هر وخت خپل ځان په خطره کښې اچوو؟
او کله چې هغوئ په کِشتۍ کښې روان وُو، نو هغه اودۀ شو. خو په درياب کښې يو زورَور طوفان راغلو، او کِشتۍ د اوبو نه په ډکېدو شوه او هغوئ په سخته خطره کښې وُو.
نو کۀ چرې داسې وى نو بيا به هغه خلق څۀ کوى څوک چې د مړو دپاره بپتسمه اخلى؟ کۀ چرې مړى نۀ راژوندى کيږى، نو بيا ولې خلق د هغوئ دپاره بپتسمه اخلى؟
زما وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته دا وايم چې زۀ هره ورځ مرګ سره لوبې کوم او دا داسې رښتيا خبره ده لکه څنګه چې زۀ په تاسو زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې فخر کوم.
کۀ نامعلومه يُو خو بيا هم مشهور يُو، کۀ مرګ حال يُو خو بيا هم ژوندى يُو، کۀ وهل کيږُو خو قتل کيږُو نه.
خو زما وروڼو او خوېندو، ترڅو چې زما خبره ده کۀ زۀ تر اوسه د سنتېدلو پېغام ورکوم چې داسې کول ضرورى دى، نو بيا زۀ ولې تر اوسه زورَولے کېږم؟ کۀ ما د مسيح د سولۍ په وسيله د خلاصون تعليم نۀ وے ورکړے، نو څوک به هم خفه شوى نۀ وو.