Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 15:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 کله چې ټول څيزونه د هغۀ د حکم لاندې شول نو زوئ به په خپله هم د خُدائ پاک د حکم لاندې شى چا چې ټول څيزونه د هغۀ د حکم لاندې کړى دى نو هم دا خُدائ پاک به د ټولو مالِک وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 15:28
18 Iomraidhean Croise  

ما له دې راکړو طاقت د جنګ دپاره، تا دشمنان په پښو کښې وغورزول زما دپاره.


څوک چې راکوى ما له تکليفونه نو د هغوئ نه بدل اخلى زما، هغه خُدائ پاک دے چې قومونه ماتحت کوى زما،


تاسو واورېدل چې ما درته وفرمائيل، زۀ درنه روان يم او زۀ بيا تاسو له واپس راځم. کۀ چرې تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به په دې خوشحاله شئ چې زۀ پلار له روان يم ځکه چې پلار زما نه لوئ دے.


خو زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې د هر سړى سر مسيح دے، او خاوند د خپلې ښځې سر دے، او د مسيح سر خُدائ پاک دے.


خو د کارونو مختلف قِسمونه دى، خُدائ پاک هم هغه يو دے چې په مختلفو طريقو سره دا ټول کارونه کوى.


نو کۀ چرې داسې وى نو بيا به هغه خلق څۀ کوى څوک چې د مړو دپاره بپتسمه اخلى؟ کۀ چرې مړى نۀ راژوندى کيږى، نو بيا ولې خلق د هغوئ دپاره بپتسمه اخلى؟


او تاسو د عيسىٰ مسيح يئ او مسيح د خُدائ پاک دے.


او جماعت د مسيح بدن دے. او د مسيح نه پوره معمورتيا حاصلوى او هم دې وخت کښې ټول کائنات د خپل حضور نه ډکوى.


هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.


په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan