Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 15:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 ځکه چې ”خُدائ پاک هغۀ ته په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.“ نو چې کله کِتابِ مقدس داسې فرمائى، چې هغۀ په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے، نو مطلب دا نۀ دے چې په خُدائ پاک يې هم اختيار دے، چا چې خپل اختيار مسيح ته ورکړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 15:27
14 Iomraidhean Croise  

تا په خپل مخلوق بنيادم واکمن کړے دے، تا په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.


هغۀ ته اختيار، جلال او شاهى طاقت ورکړے شو، د ټولو قومونو، ذاتونو او ژبو خلقو د هغۀ عبادت وکړو. د هغۀ بادشاهى ابدى او نۀ ختمېدونکې ده، د هغۀ بادشاهى به هيڅ کله تباه نۀ شى.


هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، او هيڅوک بې د پلاره زوئ نۀ پېژنى، او نۀ څوک پلار پېژنى بې له زويه او بې له هغوئ نه چې زوئ يې ورته په ګوته کوى.


بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.


او عيسىٰ پوهه وو چې پلار هغۀ له د هر څۀ اختيار ورکړے دے او چې هغه د خُدائ پاک نه راغلے دے او خُدائ پاک له واپس روان دے.


پلار د زوئ سره مينه کوى او هغۀ ته يې ټول اختيار ورکړے دے.


دا هم هغه قوت دے چې د کوم په وسيله چې خُدائ پاک مسيح د مړو نه بيا راژوندے کړو او خپل ښى لاس ته يې په آسمان کښې کښېنولو.


او خُدائ پاک هر څۀ د مسيح د پښو لاندې کړل او هغه يې د جماعت په ټولو څيزونو سردار جوړ کړو،


خو خُدائ پاک فرښتې ته کله هم نۀ دى فرمائيلى چې، ”تۀ زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو د لاندې چوکۍ جوړ نۀ کړم.“


خو کله چې مسيح د همېشه دپاره د ګناهونو د ختمولو دپاره يوه قربانى ورکړه نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته کښېناستو.


او تا په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے او هر څۀ دې د هغۀ د پښو لاندې کړى دى.“ نو چې خُدائ پاک ټول څيزونه د هغوئ تابع کړل نو هغۀ هيڅ څيز داسې پرې نۀ ښودلو چې هغه يې د هغۀ تابع کړے نۀ وى، خو مونږ تر اوسه ټول څيزونه د هغۀ تابع نۀ وينو.


څوک چې آسمان ته ختلے دے او د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے، او فرښتې، اختيارمند او قُدرتونو والا يې د هغۀ تابع کړې دى.


او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan