26 آخرى دشمن کوم چې به نيست او نابود کړى، هغه مرګ دے.
مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بېعزتى لرې کړى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.
زۀ ولې فديه ورکړم او هغوئ د عالِم ارواح نه آزاد کړم؟ زۀ هغوئ د مرګ د پنجې نه ولې خلاص کړم؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟ اے عالمِ ارواح ستا بربادى څۀ شوه؟ هغې نه کار واخله ځکه چې زۀ به رحم نۀ کوم.
ځکه چې د هغې نه پس به هغوئ نۀ مرى، هغوئ به د فرښتو په شان وى. ځکه چې هغوئ د مرګ نه پس بيا راژوندى شوى دى نو ځکه د خُدائ پاک بچى ګڼلے کيږى.
”اے مرګه، ستا فتح څۀ شوه؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟“
خو اوس دا زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په راتلو سره ښکاره شو چا چې مرګ نشت کړو، او هغه ژوند يې شتۀ کړو او غېر فانى ژوندون يې د زيرى په وسيله څرګند کړو.
بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى
سمندر خپل مړى چې په کښې وُو، ورکړل بيا مرګ او عالمِ ارواح خپل مړى ورکړل چې په کښې وُو او د ټولو عدالت د هر چا د خپل عمل په مطابق وشو.
بيا مرګ او عالمِ ارواح د اور درياب ته وغورزولے شول، د اور درياب دوېم مرګ دے.
هغه به د هغوئ د سترګو ټولې اوښکې وچې کړى، هلته به نور نۀ مرګ، نۀ وير، نۀ ژړا او نۀ درد وى ځکه چې وړومبى څيزونه تېر شوى دى.“