Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول کورنتيان 15:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 او کۀ مسيح بيا نۀ وى راژوندے شوے نو بيا زمونږ پېغام عبث دے او ستاسو ايمان هم بې‌فائدې دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول کورنتيان 15:14
12 Iomraidhean Croise  

په دې دوران کښې، نوح ګوګوشتکه والوځوله چې وګورى چې اوبۀ ختمې دى کۀ نه،


نو بيا ما هسې خپل زړۀ پاک ساتلے دے، او ځان مې هسې د ګناه نه بچ ساتلے دے.


خو ما ووئيل چې، ”زما محنت بې‌فائدې دے، ما خپل طاقت بې‌فائدې او بې‌مقصده ضائع کړے دے، خو يقيناً چې زما حق مالِک خُدائ سره دے او زما خُدائ پاک به ما له اجر راکړى.“


دوئ بې‌فائدې زما عبادت کوى، ځکه چې دوئ خلقو ته د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.“


ځکه چې هغۀ يوه ورځ مقرره کړې ده په کومه چې به هغه د دُنيا عدالت په صداقت سره د يو سړى په وسيله وکړى کوم چې هغۀ غوره کړے دے، او ټولو ته د دې ثبوت ورکولو دپاره چې هغه څوک دے چې د مړو نه يې بيا راژوندے کړو.“


کۀ د مړو بيا ژوندى کېدل نۀ وے نو بيا خو مسيح هم راژوندے شوے نۀ دے.


او کۀ چرې مسيح نۀ وو راژوندے شوے نو ستاسو ايمان عبث دے او تاسو اوس هم په خپلو زړو ګناهونو کښې راګېر يئ.


او د کوم په وسيله چې تاسو خلاصون حاصلوئ کۀ چرې تاسو زما په درکړى زېرى قائم يئ، کۀ نۀ يئ نو ستاسو ايمان راوړل عبث وو.


زۀ د خُدائ پاک د الهام په مطابق هلته لاړم. هلته بيا ما د هغوئ د مشرانو سره پټ ملاقات وکړو. د هغوئ وړاندې مې هغه زيرے کېښودو کوم چې ما غېر‌يهوديانو ته بيان کړے وو. ځکه چې زۀ يرېدلم هسې نه چې زما اوسنۍ يا پخوانۍ منډې ترړې بې‌فائدې شى.


ځکه چې زمونږ دا ايمان دے چې عيسىٰ مړ شو او بيا ژوندے شو، نو دغه شان به خُدائ پاک هغه څوک هم د عيسىٰ سره واپس راولى څوک چې د هغۀ سره په ايمان مړۀ شوى دى.


کۀ څوک خپل ځان دينداره ګڼى او بيا خپله ژبه په قابو کښې نۀ ساتى، هغه خپل ځان دوکه کوى، او د هغۀ ديندارى بې‌کاره ده.


اے کم عقله، ولې تۀ په دې هم نۀ پوهېږې چې د نېک کار کولو نه بغېر ايمان عبث دے؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan