12 نو اوس کۀ مونږ زيرے بيانوو چې مسيح له مړو نه بيا راژوندے شوے دے نو بيا په تاسو کښې ځينې دا څنګه وائى چې د مړو بيا ژوندى کېدل نشته؟
کله چې هغوئ د مړو نه د بيا راژوندى کولو خبرې واورېدلې نو ځينو ورپورې ټوقې شروع کړې خو نورو ورته ووئيل چې، ”په دې حقله به مونږ تا نه بيا خبرې واورو.“
ځکه چې صدوقيان وائى چې نۀ قيامت نۀ فرښتې او نۀ روح شته، خو فريسيان درې واړه منى.
نو دا خلق ولې دا خبره ناممکنه ګڼى چې خُدائ پاک مړى بيا راژوندى کوى؟
نو بيا په دې کښې دومره فرق نۀ پرېوځى کۀ چرې زۀ بيان وکړم او يا کۀ هغوئ، خو مونږ دواړه يو زيرے بيانوو په کوم چې ستاسو د اول نه ايمان دے.
هغه دې ستاسو زړونو ته ډاډګيرنه درکړى او په هر نېک کار او خبرو اترو کښې دې تاسو مضبوط کړى.
څوک چې د حقيقت نه بېلارې شوى دى او داسې دعوىٰ کوى چې د بيا راژوندى کېدلو وخت خو وشو. او هغوئ د څۀ خلقو ايمان خرابوى.