8 کۀ د بيګل آواز صفا نۀ وى نو يو فوجى به خپل ځان جنګ ته څنګه تيار کړى؟
په هغه وخت به يو بيګل وغږولے شى چې د اسور او مِصر نه هغه ټول بنى اِسرائيليان راوغواړى کوم چې په جلاوطنۍ کښې وى. نو هغوئ به د هغۀ په مقدس غر په يروشلم کښې د مالِک خُدائ عبادت وکړى.
واى! واى! زۀ په درد او مصيبت کښې راګېر شوم. زړۀ مې درزيږى نور زۀ چپ پاتې کېدے نۀ شم. ځکه چې ما د دشمن د جنګ د بيګل آوازونه واورېدل او د دوئ د جنګ د ناروا شور آوازونه مې واورېدل.
په صيون کښې بيګل وغږوئ، او زما په مقدس غرۀ د جنګ اعلان وکړئ. او د دې مُلک اوسېدونکى دې ټول د يرې نه ولړزيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ راتلونکى ده، بلکې نزدې ده.
کله چې په ښار کښې بيګل وغږيږى نو خلق نۀ يريږى؟ کله چې يو ښار باندې افت راشى آيا دا مالِک خُدائ نۀ وى راوستے؟
کله چې ستاسو په مُلک کښې جنګ وى او دشمن په تاسو باندې حمله کوى، نو په لنډ آواز به د خطرې بيګل وغږوئ. زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، به ستاسو مدد وکړم او ستاسو د دشمنانو نه به مو بچ کړم.
تاسو بيا لکه د موسيقۍ د هغه بېساه څيزونو په مثال يئ چې د کومو نه آوازونه راوځى لکه شپيلۍ يا رباب. کۀ چرې څوک هغه صفا ونۀ غږوى نو بيا د هغوئ په ساز و سرود څوک پوهېدے شى؟