7 تاسو بيا لکه د موسيقۍ د هغه بېساه څيزونو په مثال يئ چې د کومو نه آوازونه راوځى لکه شپيلۍ يا رباب. کۀ چرې څوک هغه صفا ونۀ غږوى نو بيا د هغوئ په ساز و سرود څوک پوهېدے شى؟
”مونږ درته شپيلۍ وغږوله او تاسو ګډ نۀ شوئ، مونږ درته ځان ووهلو او وير مو وکړو خو تاسو ونۀ ژړل.“
هغوئ په بازار کښې د ناستو ماشومانو په شان دى څوک چې يو بل ته چغې وهى او وائى چې، مونږ تاسو ته شپيلۍ وغږولې او تاسو ګډا ونۀ کړه. مونږ ژړا انګولا وکړه او تاسو وير ونۀ کړو.
کۀ زۀ د بنى آدمو او د فرښتو په ژبو خبرې کوم خو چې مينه نۀ کوم نو زۀ ټنګېدونکے ډولکے او يا شړنګېدونکے چڼچڼے يم.
نو زما وروڼو او خوېندو، کۀ چرې زۀ تاسو ته درشم او په نورو ژبو کښې خبرې کوم نو زما د وينا بيا تاسو ته څۀ فائده ده، ترڅو چې زۀ د کشف يا د عِلم يا د پېشګوئې يا د تعليم خبرې تاسو ته ونۀ کړم؟
کۀ د بيګل آواز صفا نۀ وى نو يو فوجى به خپل ځان جنګ ته څنګه تيار کړى؟
بيا به تاسو په جبعه کښې د خُدائ پاک غر ته لاړ شئ، چرته چې د فلستيانو کېمپ دے. ښار ته د ننوتلو په ځائ کښې به تاسو د پېغمبرانو يوې قبيلې سره مِلاو شئ چې په غرۀ باندې د قربانګاه نه راکوزيږى، بينجو، تمبل، شپېلۍ او رباب به غږوى. او هغوئ به په جذبه کښې پېغام ورکوى.