40 خو هر يو کار صحيح او ترتيب سره کوئ.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”مشرانو ته ووايه چې دولس ورځې به هره ورځ يو يو مشر د قربانګاه د وقف کولو دپاره خپلې نذرانې پېش کوى.“
راځئ چې د ورځې په رڼا کښې په عزت سره ژوند تېر کړُو، نۀ چې په ګډا او نشه بازۍ، نۀ په زناکارۍ، نۀ په مستۍ، او نۀ په شهوت پرستۍ، نۀ په جنګونو او حسد.
کۀ تاسو اوږى يئ نو اول بيا په کور کښې روټۍ خورئ، نو چې ستاسو رايوځائ کېدل تاسو مجرم نۀ کړى. د نورو خبرو په حقله به زۀ هدايات درکړم کله چې زۀ بيا درشم.
کۀ څۀ هم چې زۀ اوس ستاسو نه لرې يم خو په روح کښې تاسو سره يم، او زۀ په دې خوشحاله يم چې تاسو وګورم چې څومره په ښې طريقې سره ژوند تېروئ او په مسيح باندې ستاسو ايمان پوخ او مضبوط دے.
ما په کريت کښې تۀ د دې مقصد دپاره پرېښے وې چې تۀ پاتې شوے خدمت پوره کړې او زما د حُکم په مطابق ښار په ښار مشران مقرر کړې.